انځور: استول شوی

په لغمان او بلخ کې د ترافیکي پېښو له امله يو تن مړ او ۱۵ ټپيان دي

اطلاعات روز: په لغمان او بلخ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې په دواړو ولايتونو کې د درو ترافيکي پېښو له امله يو تن مړ او ۱۵ کسان ژوبل دي.

په لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفری وایې چې نن (سې‌شنبه،١٢ د چنګاښ) لومړۍ ټرافیکي پېښه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د«مشه خیلو» سیمه کې «ټوډي» موټر او «شترینګي» ریکشې ټکر کړی او له امله يې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي دویمه ترافیکي پېښه هم نن ماشپین دوه بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «کاکڅ» سیمه کې د «کرولا» موټر او ریکشې د ټکر له امله را منځ ته شوې چې اووه کسان پکې ژوبل شوي.

په لغمان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند زياته کړې چې د دواړو پېښو ټپیان پر وخت روغتون ته لیږدول شوي او ډاکټرانو د څلورو تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

همدا راز په بلخ کې د طالبانو امنيې قومندانۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نن سهار د بلخ ولایت د مرکز او دولت اباد ولسوالۍ پر لويه لار او د دې ولسوالۍ په «عرب‌های شور» سيمه کې دوو موټرسایکلونو ټکر کړی چې له امله يې يو تن مړ شوی او درې نور ژوبل دي.

په هیواد کې د ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټر چلوونکو ګړندی تګ ښودل شوی.