اطلاعات روز: د کونړ د مرکز اسعد اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین وايي، چې له دغه ولایته د لومړي ځل لپاره هند ته د پیازو صادرات پېل شول.
د اسعد اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال مولوي عتیق الله وايي، تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د چنګاښ) یو شیمر سوداګرو ۸ زره ټنه پیاز هند ته صادر کړي دي.
نوموړی زیاتوي، دغه پیاز ۹۱ مېلیونه افغانۍ ارزښت لري، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې به د پاکستان د ګوادر بندر له لارې د هند بازارونو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې کونړ کې ځايي سوداګر او کروندګر هند ته د پیازو پر صادارتو خوښ دي، خو وايي د طالبانو حکومت دې د دوی له لوري کرل شویو نورو سبزیو او تازه مېوو د صادرېدو لپاره لاس په کار شي.
کروندګر وايي، د دوی د محصولاتو کورنی بازار سوړ او نه شي کولای، چې پر خپلو فصلونو شوي لګښتونه هم پوره کړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګڼو برخو کې کورنیو سبزیو، تازه مېوو او نورو محصولاتو بهرني بازارونه له لاسه ورکړي، چې د ساړه کورني بازار له امله افغان کروندګر او پانګه وال د ګټې پرځای له تاوان سره مخ دي او غوښتنې یې دا دي، چې د طالبانو حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.