ننګرهار

ننګرهار کې ناپيژنده وسله والو اووه کاریګر وژلي

اطلاعات روز: ځايي سرچینې وايي، چې وسله والو کسانو تېره شپه (چهارشنبه، ۱۳ د کب) د سره رود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې د ګچو اوه کارګران (مزدوران) وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم نن (پنجشنبه، ۱۴ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وېې ویل، چې یاده پېښه د سره رود ولسوالۍ «فتح اباد» کلي اړوند «باولۍ» سیمه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې اووه تنه کاریګر د ناپيژنده وسله وال له لوري وژل شوي دي.

ښاغلی خوږیاڼی وایې، یاده پېښه به وڅیړي او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خوږیاڼی زیاتوي: «پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې شوې چې پرمهال یې ناپیژنده وسله وال اووه کاریګر په بې رحمانه ډول وژلي دي.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

له بلې خوا د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وایي، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ناپيژنده وسله والو له لوري وژل شوي کاریګر (مزدوران) د هزاره قوم دي.

ښاغلي عمر اطلاعات روز ورخپاڼې سره خبرو کې وویل، وسله والو کسانو تېره شپه د ګچو دغه کاریګر هزاره کارګران (چهارشنبه، ۱۳ د کب) د سره رود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې وژلي دي. نوموړی ادعا کوي، چې دغه کسان د داعش له لوري وژل شوي دي.

خو داعش وسله والو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

اخوا بیا د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت هم نن (پنجشنبه، ۱۴ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وېې ویل، د یادې پېښې په تور پولیسو ۴ شکمن کسان نیولي دي. همت زیاتوي:«پېښه تیره شپه د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې شوې چې پرمهال یې ناپیژنده وسله وال اووه کاریګر په بې رحمانه ډول وژلي دي، په تور یې ۴ شکمن کسان نیول شوي.»