د هیواد په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې سلمانیان شکایت کوي، چې د طالبانو له خوا پر عامو خلکو د نورو محدودیتونو سربیره فردي محدودیتونه هم ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي او نه یوازې یې کاروبار خراب شوی بلکې طالبان یې تحقیروي او په سپکو الفاظو یې یادوي.
شاهدالله چې په جلال اباد ښار کې سلماني لري وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري پر دوی څار زیات شوی او دغه راز یې د خبرداري په یوه لیک کې له دوی غوښتي چې په بېلابېلو سټایلونو دې د ځوانانو د ویښتانو او ږیرې خریلو او جوړولو لاس واخلي، که نه ځای به یې زندان وي.
د هغه په خبره دې خبرداري سره یې نه یوازې کاروبار ټکنی شوی بلکې زیاتره ځوانان د طالبانو له ویرې اړ شوي چې د سلمانۍ پر ځای په خپل کور کې ږیره او ویښتان په خپله خوښه جوړ کړي.
شاهدالله زیاتوي: «هره ورځ د طالبانو امربالمعروف ادارې کسان راځي او زمونږ له کار څخه نظارت کوي او ټینګار یې پر دې وي چې ږیرې به نه خریوئ او دغه راز د ځوانانو ویښتان به په سټایلي ډول نه جوړوئ، طالبانو دغه راز یو اخطار لیک هم راکړی چې په کې ځینې مادې لیکل شوي او په کې له سلمانیانو غوښتل شوي که له ورکړل شویو مادو سرغړونه وکړي بیا د شکایت حق نه لري، نو دې حالت مونږ ډیر زیات اندیښمن کړي یو او اوس مهال زیاتره ځوانان د سلمانیانو پر ځای خپل کور کې ږیره او ویښتان په خپله خوښه جوړوي چې دې کار زمونږ پر کار اغیز کړی او ورځني عوایدو مو بیخي کم شوي دي.»
د نوموړي په خبره د دې محدویتونو له کبله یې ورځني عواید کم شوي او حتا د دوکان کرایه، بریښنا بیل او نور ورځني لګښتونونه نه شي پوره کولای.
هغه اندیښنه لري که د طالبانو له لوري د دوی پر کار محدودیتونه همداسې دوام ومومي، نو اړ دی چې له خپل کسب او کار به لاس واخلي او په قاچاقي لارو به بهرنیو هیوادونه ته د تګ تابیا ونیسي.
سید عمران چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له خپل یو زوی سره د سلمانۍ کار کوي هم ورته شکایت لري او وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې روزګار تر دې کچې خراب شوی چې حتا د دوکان او کورني لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
د نوموړي په خبره له کله چې د طالبانو له لوري د ږیرې په خریلو او د ویښتانو په مختلف ډوله سټایلونو بندیز لګیدلی، هغه «ګاک» یې له لاسه ورکړی چې پخوا به یې پر دوی ږیره او ویښتان جوړول.
نوموړی زیاتوي دهرې سلمانۍ والا ته د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري ځانګړی «اخطار» لیک ورکړل شوی، چې په کې له سلمانیانو په کلکه غوښتل شوي چې له شوې پریکړې که سړغړونه وکړي جریمه به شي او ځای به یې زندان وي.
سید عمران زیاته کړه: «د طالبانو لخوا پر ویښتانو او ږیره جوړولو د بندیزونو له امله زمونږ کار بیخي خراب شوی دلته دې سلمانۍ کې مونږ دوه کسان کار کوو زه او دا زوی مې خو د ورځې راته سل افغانۍ هم نه پاتې کیږي، ځکه ګاک که راشي نو راته د سټایلي ویښتانو او ږیرې خریلو فرمایش راکوي خو مونږ یې ورته د طالبانو له ویرې نشو جوړولای، نو همدا لامل وي چې زیاتره ځوانان اوس په کور کې ږیره خریوي او یا یې په پټه په کومه سلمانۍ کې جوړوي؛ دې حالت نه یوازې زمونږکار خراب کړی بلکې ځوانان هم ناهیلې شوي او دا یو ډول د دوی په فردي ژوند کې د طالبانو لاسوهنه بولي نو زمونږ غوښتنه دا ده چې سلمانیانو ته دې په خپله خوښه د کار کولو اجازه ورکړل شي چې په دې سره به زمونږ روزګار هم ښه شي او دغه راز خلک به هم نه خفه کېږي.»
طالبانو نه یوازې په ننګرهار کې پر سلمانیانو سر ګرځولی بلکې د دغه ولایت په ګاونډ لغمان ولایت کې یې هم د سلمانیانو روزګار د همدې محدودیتونو له کبله له ځوړ سره مخ دی.
نورالدین چې ۳۵ کاله عمر لري او له کلونو راهیسې د لغمان په مرکز«مهترلام» ښار کې سلماني لري، وایي د عمر په تیر شوي وخت کې یې کاروبار دومره نه و، خراب شوی لکه د طالبانو په اوسني حکومت کې. دی زیاتوي، د کاروبار خرابوالي، محدودیتونو او د مشتریانو د نشتون له کبله اړ شوی چې خپله سلماني په کمه بیه وپلوري او یو بل روزګار ته مخ کړي.
د نوموړي په وینا ډیر کله د طالب سرتیرو له لوري د «مرتد، نجس او ډم» په تحقیري نومونو ځورول کیږي چې د دې حالت دوام یې پر روحیې منفي اغیز کړی او له خپل کسب زړه توری شوی دی.
نورالدین وویل: «د پلار او نیکه راته د سلمانۍ کسب راپاتې دی عام خلکو مو ډیر احترام کوي، خو په خپله طالبان مو نو په بدو نومونو یادوي او ډیر کله راته د بې دینه، نجس، مرتد او ډم په نامه غږ کوي او په یوه نه یو ډول مو ځوروي، پخوا به مو کار ډیر ښه و د ورځې به زر دولس سوه افغانۍ مزدوري کیدله، خو اوس مو مشتریان بیخي کم شوي او دا حالت ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی، زیاتره سلمانیانو خپل کاروبار پرېیښی او اوس یې د ژوند نورو چارو او یا اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي ځکه دلته ګوزاره نه کېږي کاروبارونه خراب او لګښتونه زیات دي.»
د دغه ولایت یو بل اوسیدونکی یوسف خان چې له دې وړاندې یې په مهترلام ښار کې سلماني درلوده وایي، تیر کال د طالبانو له لوري د یو کس د ږیرې خریلو په تور نیول شوی او له څو اوونیو زندان تیرولو وروسته یې پریکړه وکړه، چې د سلمانۍ دوکان په نیمایي بیه وپلوري او پر پېسو یې ریکشه واخلي.
د نوموړي په خبره ده د طالبانو د امربالعمروف ادارې د هغه پریکړې سرغړونه کړې وه، چې په کې له سلمانیانو غوښتل شوي وو چې د ږیرې له خریلو او په سټایلي ډول دې له ویښتانو جوړولو لاس واخلي.
یوسف خان زیاتوي: «تېر کال مې سلماني درلوده چې یو ځوان راغی او ما ته یې وویل، چا کره میلمه ځم او دا ږیره مې وخریوه چې څو چنده پیسې به درکړم ما یې هم خبره ومنله هغه ته مې چې ږیره وخریله او د مخ صفایي مې ورته کوله په دې وخت کې طالبان راغلل زه یې ونیولم او هغه بل هلک وتښتیده، نو بیا یې زه ووهلم او بیا دوه اوونۍ بندي وم چې د سلمانیانو په ضمانت په دې شرط خوشې شوم چې بیا به د طالبانو له پریکړې سرغړونه نه کوي نو بس له زندانه چې خوشې شوم دوه ورځې وروسته مې د سلمانۍ دوکان په نیمایي بیه خرڅ کړ او ریکشه مې پرې واخیسته اوس له ژوند راضي یم خو خپل کسب پسې زوریږم.»
عام وګړي هم د طالبانو له لوري پر دوی لګول شویو محدودیتونو اندیښمن کړي او دا د دوی په شخصي ژوند کې لاسوهنه بولي.
د ننګرهار اوسیدونکی سید انور شاه وایي، له یو کال ډیر وخت کېږي چې د طالبانو له ویرې یې ږیره په سلمانۍ کې نه ده خریلې او له همدې کبله اړ شوی چې ږیره په کور کې وخریوي.
د هغه په خبره نه یوازې ځوانان د طالبانو له ویرې په سقاوو کې ږیره نه شي خریولی بلکې سلمانیان هم له همدې ویرې مشتریانو ته د ږیرې له خریلو انکار کوي.
نوموړی زیاتوي، په لومړیو کې که څه هم په خپله ورته د ږیرې خریل سخت ښکاریدل، خو د وخت په تیریدو اوس نه یوازې ږیره خپله خریوي بلکې په هر ډول ډیزاین سره یې جوړولای شي.
سید انور شاه وویل: «د طالبانو له ویرې اړ شوم چې په کور کې ږیره وخریم ځکه یو کال ډیر وخت کېږي چې زه په خپله کور کې دا کار کوم، مخکې به مې د ږیرې خریلو پر سره سلماني ته دیرش یا پنځوس افغانۍ ورکولې، خو اوس دا کار په خپله کوم. زما په شان زیاتره ځوانان اوس د سلمانیو پر ځای کور کې خپله ږیره او حتا په سټایلي ډول د یو بل ویښتان جوړوي، طالبانو ته په کار ده چې له دا ډول بندیزونو دې لاس واخلي او افغانستان لپاره دې په نورو اړینو برخو کې بنسټیز کار وکړي، ځکه دا وطن نه په ږیره پریښودو جوړیږي اونه په خریلو.»
د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی عتیق الله وایي، څو اوونۍ وړاندې طالبانو په دې بهانه رټلی چې ګوندې په ږیره کې یې خط جوړ کړی او یا یې په سټایلي ډول جوړه کړې ده، دی زیاتوي نه یوازی یې هغه رټلی بلکې د نوموړي دوه نور ملګري هم رټلي دي او سختې خبرې یې ورته کړي دي.
عتیق الله زیاته کړه: «څو اوونۍ وړاندې مې د یو ملګري واده و، زه او دوه نور ملګري یې دعوت کړي و، خو کله چې مو ږیرې او ویښتان په ډیره سوال او زارۍ په سقاوه کې جوړ کړل، نو د بهسودو پُل کې د امربالعروف ادارې کارکوونکو ودرولو او د ږیرې او ویښتانو په اړه یې راته بدې خبرې وکړې او د نورو خلکو له مخ کې یې سخت ورټلو، نو طالبان په دې کارونو سره د خلکو زړه له ځانه بدوي او په دې ډول د ولس او حکومت ترمنځ فاصله زیاتیږي او دا حالت ورځ تربلې ترینګلی کېږي.»
نوموړی ټینګار کوي، چې طالبان دې په یوه او بله بهانه پر خلکو بندیزونه نه وضعه کوي ځکه دا د ولس او حکومت ترمنځ فاصله لاپسې زیاتوي او دا ډول محدودیتونه ولسي خلکو ته د منلو نه دي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو امربالمعروف ادارې چارواکو که څه هم په دې اړه زمونږ اړیکه ځواب نه کړه، خو یادې ادارې سلمانیانو ته په یو اخطار لیک کې له دوی په ټینګه غوښتي چې د ږیرې او ویښتانو جوړولو پر مهال دې له ډیزاین ډډه وکړي ځکه د دوی په خبره په ږیره او ویښتانو کې سټایل وهل پر ځان ملنډې دې او دا ډول کړنه د اسلام خلاف عمل دی.
یادې ادارې دغه راز ټینګار کړی که له شوې پریکړې یې څوک سرغړونه کوي نو ځای به یې زندان وي.
طالبانو نه یوازې پر ښځو بندیزونه لګولي بلکې دوی د خوښیو په مراسمو کې د سندرو په ویلو، د موسیقۍ پر غږولو او ګڼ شمیر نورو برخو کې پر عامو خلکو بندیزونه وضعه کړي، چې له کبله یې د ولسي خلکو ژوند بې مزې شوی دی.