پر تازه میوو او سبزیو د پاکستان نوي ټکسونه؛ کندهار کې سوداګر او بڼوال له زیان سره مخ دي

د پاکستان حکومت په یو تازه اقدام کې له افغانستان څخه د تازه میوو او سبزیجاتو پر وارداتو ۱۸ سلنه مالیه لوړه کړې، چې دې چارې د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار کې هم سوداګر، کروندګر او بڼوال له مالي اړخه زیانمن کړي دي.

پاکستاني لوري ګمرکي تعرفې په داسې حال کې پورته کړي چې کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې تازه سبزیجات او تازه میوې لکه انګور، شفتالو، زردالو، کرنګینچو، خټکي او هندواڼې خاصل ته رسیدلي، چې له دغه میوو څخه هر کال څه باندې یو لک ټڼه پاکستان ته صادرېدې او له هغه ځایه هند، دوبۍ، سعودي عربستان او یو شمېر نورو اروپایي هیوادونو ته انتقالیدې، خو سږ کال د مالیاتو په لوړیدو سره صادرات ټکني شوي او افغان سوداګر، کروندګر او بڼوال له زیان سره مخ دي.

د تازه مېوې سوداګر عتیق الله افغان وایي، د پاکستان دولت هر کال د افغان سودا ګرۍ د اغېزمن کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې لټوي او سږ کال په دې کړنې غواړي د سویلي حوزې سوداګر لکونه ډالر زیانمن کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د کندهار تازه مېوې د پاکستانۍ میوو په نسبت ښه بازار او مناسبه بیې لري، نو ځکه دا هیواد غواړي دغه توازن ته زیان ورسوي او خپلو مېو‌و ته د پلور زمینه برابره کړي.

د تازه مېوو دغه سوداګر وویل: «د پاکستان د دې ټکسونو په خاطر خو د کندهار تجارانو سږ کال ډیر تاوانونه وکړل موږ د تازه خټکیو، هندواڼو او انګورو کاروبار د ترباري په شکل کوو، هم یې په داخل کې خرڅوو او هم یې هند او پاکستان ته استوو، په دامان، ډنډ او سپین بولدک کې چې کوم تجارانو د خټکو او هندوانو پالېزونه اجاره کړي وو تر نیمو ډیرو بېرته ور پرېیښي، د ژیړۍ او پنجوایي د انګورو باغونه بېرته اجاره دارانو خپلو مالکینو ته ور پرېیښي دي.»

عتیق الله افغان وایي، حکومت باید له سوداګرو او نورو بهرنیو هیوادونو سره د یوه ګډ تفاهم له مخې ژر تر ژره د هوایي دهلېز لار پرانیزي ترڅو کروندګر او باغداران له مالي زیانونو امن کې پاتې شي.

کندهار کې کروندګر وایي، حاصل ته رسیدلې تازه میوې یې نه په کور دننه ګرم بازار لري او نه هم بهر ته صادریږي

دغه راز د تازه مېوو بل سوداګر نجیب الله مقصودي وایي، د کندهار سوداګر د تازه مېوو د صادراتو لپاره لا تراوسه د پاکستان بدیل هیواد نه لري او په خبره یې چې په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره زمینه سازي کول د طالبانو د حکومت دنده بولي.

نوموړی زیاتوي، چې د پاکستان دولت لخوا پر افغان محصولاتو او تازه مېوو ټکسونه نږدې شل برابره پورته شوي دي.

د ده په خبره، وړاندې به د له کندهار څخه پر شل ټنه تازه مېوې باندې شاخوا ۶ او ۵ لکه پاکستانۍ کالدارې مالیات اخیستل کېدل، خو اوس نږدې ۲۰ لکه پاکستانۍ کالدارې اخیستل کېږي، چې دې چارې صادارات کم کړی او بڼوال له زیان سره مخ دي.

مقصوي وویل: «دلته اوله درجه خلک چې تر حد ډیر خوږیږي او تاوانیان کېږي هغه بزګران او تجاران دي، درسته خبره داده چې په دې فیصله کې دوی غور وکړي، زموږ دغه ستړې ورځې ته وګوري او بیرته خپل دا لوړ ټکسونه هغه عادي حالت ته را ټیټ کړي، موږ خپله باغو او کروندو ته ورغلي یو، د پاکستان دا لوړ ټکسونه او مالیات سل فیصده د باغوانانو او تجارانو په تاوان دي، یو باغ د دوه درې ټېکدارانو لخوا اجاره شي، خو کله چې حالاتو ته محاسبه وکړي بېرته د خلکو باغونه ور ایله کړي.»

هغه غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې نورو اروپایي او عربي هیوادونو ته د تازه مېوو د صادراتو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، ترڅو په راتلونکو کلونو کې افغان پانګوال او باغ لرونکي له دوامداره مالي زیانونو څخه خلاص شي.

له کله نه چې پاکستاني لوري پر افغان میوو مالیات لوړ کړي دغه هیواد ته صادرات هم کم شوي دي

بلخوا کندهار کې د تازه مېوو اتحایه له دغه ولایته پاکستان ته د تازه مېوو په صادراتو کې د کموالي خبر ورکوي.

د کندهار د تازه مېوو د اتحادیې مشر حاجي نانی آغا وایي، په داسې حال کې چې هر کال پاکستان ته د کال تر پایه ۱۲۰زره ټنه تازه مېوه صادرېدله، خو په وینا یې چې سږ کال د لوړو مالیاتو له کبله لا تراوسه دې هیواد ته د تازه مېوو د پام وړ صادارات نه دي شوي.

نوموړی زیاتوي، تر اوسه یې څو ځله د پاکستان او د طالبانو د حکومتي مسوولینو په ګډون د مالیاتو د کمښت په تړاو مجلسونه کړي، خو په خبره یې چې هیڅ پایلې ته نه دي رسیدلي.

هغه وویل: «پخوا به پاکستان ته پر داخلېدونکي شل ټنه کانتینر باندې د ۵ او ۶ لکو کالدارو په شاوخوا کې محصول او مالیه اخیستل کیده اوس پر هر شل ټنه تازه مېوې د ۲۰ نیولې بیا تر ۲۲ لکو کالدارو مالیات  اخلي، د کندهار د تازه خټکیو، هندواڼو، انګورو، کرینګیچو، شفتالو او زردالو وخت دی، خو دلته مالیات دوی دفتن [په بیړه] پرې لوړ کړل، هغه خلکو چې باغونه اجاره کړي وي وار په وار باغونه پرېږدي، د پاکستان دولت وایي مالیات موږ نه دي پورته کړي دا موږ د ای ایم مېف سازمان پوروړي یو هغو پورته کړي او د هغوی په لاس کې دي موږ یې د ټیټولو اختیار او صلاحیت نه لرو.»

نوموړی زیاتوي، چې له طالب حکومتي چارواکو سره په ګډه هڅه کوي تر څو د هیواد د تازه مېوو لپاره د صادراتو بدیلې لارې پیدا کړي.

همدارنګه د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدلباقي بینا وایي، تېر کال له کندهار ولایت څخه پاکستان ته ۱۲۰زره ټنه تازه مېوې صادر شوي دي.

هغه وویل: «تېر کال له کندهار څخه پاکستان ته تر ۱۲۰زره ټنه تازه مېوه صادر شوې چې ارزښت یې میلیونونه ډالرو ته رسېږي، په دې کې ۳۴ زره ټنه یې انګور وو، پاته نور یې انار، خټکي، هندواڼې او داسې نور مېوه جات وو، سږ کال د ۲۰۲۴ د جولای د اول تاریخ څخه د پاکستان حکومت زموږ پر تازه مېوو ټکسونه د فیصدۍ په لحاظ څو فیصده لوړ او اضافه کړي، موږ د دوی سره مجلسونه کړي او خبري مو روانې دي.»

بینا زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان د سوداکرۍ د ګډ تفاهم له مخې باید پاکستان دوی ته دوې میاشتې وړاندې د مالیاتو د لوړوالي په تړاو خبرداری ورکړی وی، خو په خبره یې چې هغوی داسې نه دي کړي.