انځور: خواله رسنۍ

طالبانو کونړ کې د تېر حکومت یو جنرال شکنجه کړی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د «روز محمد غرني» په نوم د تېر حکومت یو جنرال نیولی او شکنجه کړی دی.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي نن (سې شنبه، ۱۶ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا جنرال شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو استخباراتو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی و.

سرچینه زیاتوي، طالبانو جنرال غرنی تر نیولو وروسته سخت وهلی او شکنجه کړی، چې وروسته د سیمې قومي مشرانو په منځګړیتوب له درې ورځني بند وروسته څلور ورځې وړاندې خوشې شوی دی.

سرچینې وایي، چې د جنرال روز محمد غرني پر بدن د سختې شکنجې نښې هم لیدل شوي، چې اوس مهال په پلازمېنه کابل کې تر درملنې لاندې دی.

د سرچینې په خبره، چې جنرال روز محمد غرنی د پخواني حکومت پر مهال د دفاع وزارت د انجینرۍ لوا قومندان و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې کومه دنده نه درلوده.

تر اوسه کونړ کې ځايي طالبانو د دغه جنرال د نیول کېدو او شکنجې په تړاو څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دې ډلې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پخواني حکومت ګڼ ملکي او نظامي کار کوونکي نیولي، بندیان کړي، شکنجه کړي او حتی په مرموز ډول یې وژلي هم دي.