پر افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته په ټول هیواد کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زیات شوي، چې له دې محدودیتونو د هلمند ولایت مستثنا نه دی؛ طالبانو په دې ولایت کې هم د رسنیو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو فعالیتونه تر سختې څارنې لاندې نیولي، چې له کبله یې رسنۍ او د ټولنیزو شبکو کاروونکي اړ دي د طالبانو له مقرراتو او خوښې سره سم مطالب خپاره کړي، چې دې چارې د بیان ازادي په جدي توګه محدوده کړې او له ځوانانو د نظر څرګندولو او نیوکې کولو حق اخیستل شوی دی.
هلمند کې یو شمیر ځوانان وایي، د بیان ازادۍ د نشتوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې نه یوازې په عام ژوند کې د خپلو ستونزو او نظرونو د بیانولو هیڅ حق نه لري، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم د خپلو افکارو او اندیښنو د شریکولو له کبله د سختو عواقبو سره مخ کېږي.
یو هلمندی ځوان چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، غواړي خپل نظرونه، شکایتونه او د سیمې اړوند ستونزې د حللارې په توګه د ټولنیزو رسنیو له لارې شریک کړي، خو د طالبانو د سختو مقرراتو او سانسور له کبله دوی دا کار نه شي کولای.
دغه ځوان وویل: «موږ د بیان د ازادۍ لپاره هیڅ لاره نه لرو که یو کوچنۍ نیوکه هم وکړو، د نیول کېدو او شکنجه کیدو سره مخ کیږو.»
د طالبانو تر حاکمیت لاندې هلمند کې د خلکو لپاره دا ستونزمنه ده، چې خپل نظرونه پر خواله رسنیو شریک کړي، هغه ځوانان چې پر خواله رسنیو د طالبانو د پالیسیو ضد خبرې کوي یا هم په ملي مسایلو کې خپل نظر څرګندوي، د طالبانو له لوري نیول کېږي چې ځینې یې په زندان کې د سختو شرایطو سره مخ شوي، او ځینې یې حتا له کورنۍ او ملګرو سره له تماس پرته په بند کې ساتل شوي دي.
د مرکز لښکرګاه ښار ځوانان زیاتوي، د طالبانو دا ډول چلند نه یوازې د بیان ازادي محدوده کړې، بلکې دوی د خپلو حقوقو لپاره مبارزه هم نه شي کولای او د نظریاتو شریکول هم ورته ستونزمن شوي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکی ۲۶ کلن نجیب الله چې څه موده وړاندې په فیسبوک کې د خپل نظر د څرګندولو له کبله نیول شوی و وایي: «په هلمند کې ژوند سخت شوی موږ چې د ځوانانو په حیث خپلې ستونزې او غوښتنې د ټولنیزو رسنیو له لارې شریکوو، د نیولو او شکنجې سره مخ کېږو موږ باید د خپلو افکارو او نظرونو سره احتیاط وکړو، ځکه که طالبان یې وګوري، نو زموږ سره بیا ډیر سخت چلند کوي.»
د هلمندي ځوانان په وینا، د طالبانو له لوري پر دوی فشار زیات شوی او ورته ویل شوي، چې هر ډول نظر چې د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کې وي له خپرولو یې ډډه وکړي، او که نه، نو له سختو سزاګانو سره به مخ شي. ځوانان وایي، چې دې حالت د دوی په منځ کې ډار او خفګان رامنځته کړی او هیڅوک دا جرات نه شي کولای چې د خپل زړه خبره پر خواله رسنیو کې شریکه کړي.
فرید احمد (مستعار) چې څه موده وړاندې یې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا په خوشالۍ کې درې رنګه ملي بیرغ پر خپله فیسبوک پانه نشر کړی و، د طالبانو له لوري نیول شوی او وهل شوی دی.
نوموړي وویل: «په هلمند کې هر څوک په ویره کې ژوند کوي، موږ په فیسبوک کي د افغانستان د ملي بیرغ په نشر کولو هم نیول کېږو، زه خپله د ملي بیرغ پر سر یوه نیمه ورځ بندي شوی او وهل شوی یم چې بیا مې مشرانو په راخلاص کړم، موږ نه یوازې دا چې په خواله رسنیو کې خپل نظر نه شو څرګندولای، بلکې په عامو مجلسونو کې هم د طالبانو له ویرې خبرې نه شو کولای.»
بلخوا هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور رییس عبدالباري راشد هم ځوانان د طالبانو د نظریې خلاف لیکنو او عکسونو له شریکولو منع کړي او یو شمیر ځوانان ته بیا پر خواله رسنیو د درې رنګه ملي بیرغ د شریکولو له امله اخطارونه ورکړل شوي، نیول شوي او ځینې یې حتا شکنجه شوي هم دي.
طالبانو د فیسبوک په څیر ټولنیزو رسنیو ته ځانګړې پاملرنه کړې، او د هغو کسانو په نښه کول یې پېل کړي چې د طالبانو د رسمي دریځونو سره په ټکر کې خبرې کوي یا د افغانستان د پخواني درې رنګه بیرغ سره وفاداري څرګندوي.
د اسدالله په نوم یو ځوان چې څه موده وړاندې د ملي بیرغ نشرولو له امله ورته اخطار ورکړل شوی و اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل: «ما د خپلو ملګرو سره یوځای یو څو عکسونه د درې رنګه بیرغ سره په فیسبوک کې پوست کړي وو، څو ورځې وروسته، فیسبوک کي یو پیغام راغی چې زه له دې کړنو څخه ډډه وکړم، او که نه نو د سختو عواقبو سره به مخ شم، ما دا اخطار جدي ونیوه او سمدلاسه مې هغه عکسونه لېرې کړل.»
د دې ولایت ځوانان نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د نظرونو د بیانولو حق نه لري بلکې په عامو مجلسونو کې هم د خبرو کولو څخه ویره لري. دا ویره وروسته له هغه لا زیاته شوې چې طالبانو یو شمیر هغه ځوانان چې انتقادي نظرونه یا غوښتنې یې لرلې ونیول او شکنجه یې کړل.
په اوس وخت کې هلمند کې د ځوانانو لپاره دا یو عام حالت ګرځیدلی چې د دوستانو او کورنۍ په منځ کې په احتیاط خبرې وکړي، ځکه ویره لري چې طالبان یا د هغوی جاسوسان به د دوی خبرې هغوی ته وکړي.
د لښکرګاه ښار د دریمې ناحیې اوسیدونکي عاصم په خپلو خبرو کې وویل: «موږ مخکې د خپلو ملګرو او کورنۍ په منځ کې آزادانه خبرې کولې، خو اوس موږ ټول ډاریږو، طالبانو په څو مواردو کې داسې ځوانان نیولي چې په عامو مجلسونو کې یې د طالبانو په اړه انتقادي نظرونه لرل، دوی هغوی نیولي او تر اوسه په زندانو کې شپې سبا کوي.»
په لښکرګاه ښار کې د بُست پوهنتون یو تن محصل چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې ذکر شي په دې اړه زیاته کړه: «هلمند کې اوس خلک په هیڅ مجلس کې د ازادې خبرې کولو جرات نه لري، طالبان هر ځای خبرچي او جاسوسان لري، او که څوک یو لږ انتقاد وکړي، هغه سمدستي نیول کیږي، موږ نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې، بلکې په عامو ځایونو کې هم څه نه شو ویلای، حال دا چې دا د هر افغان حق دی چې په ملي او سیاسي مسایلو کې خپل نظر شریک کړي.»
د اخطار ورکولو، نیولو او شکنجه کولو ور هاخوا هلمند کې سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو یو شمیر ځوانان له مجلسونو پورته کړي او بیا یې وژلي دي.
ځایي سرچینې وایي، چې هلمند کې د طالبانو امربالمعروف د روان کال په غویي میاشت کې د لښکرګاه ښار د دریمې حوزې اړوند سیمه کې له یو مجلس څخه د عبدالمنید او منیراحمد په نومونو دوه ځوانان نیولي وو، چې تر سختو شکنجو وروسته یې په پُست روغتون کې ساه ورکړې وه.
تر دې وړاندې هم په هلمند کې د خبریالانو، د ټولنیزو رسنیو فعالانو او عامو ځوانانو د نیولو، شکنجه کولو او وژنو پیښې ثبت شوي.
د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې طالبانو په هلمند کې د انجینر نوید په نوم یو ځوان په فیسبوک کې د نظر څرګندولو له کبله لومړی حوزې کې بندي کړی و، چې تر څو ورځو بند وروسته یې وژلی او د کورنۍ یې بیا جسد په هلمند سیند کې موندلی و.
د هغه ورور شریف الله شرافت هغه مهال رسنیو ته ویلي و، چې ورور یې بې ګناه و او د ښوونکو د معاش د اخیستلو لپاره یې پر طالبانو نیوکه کړې وه او د هغوی څخه یې غوښتي و چې استادانو ته پر وخت معاش ورکړي.
شرافت ویلي: «ورور مې هیڅ جرم نه و کړی، یوازې یې په فیسبوک کې یو ساده پوسټ کړی و چې په کې د خپلې سیمې د معلمانو د معاشاتو د نه ورکړې او د هغوی د اقتصادي حالت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې وه، طالبانو هغه ونیوه او څو ورځې وروسته یې جسد په سیند کې وموندل شو، موږ یې جسد ترلاسه کړ، او بدن یې د شکنجې نښې لرلې، دا یوه ظالمانه کړنه وه، او موږ د انصاف غوښتونکي یو.»
دا چې د یادې پیښې څه باندې دوه کاله پوره شوي، خو لاهم د طالبانو په دریځ کې هیڅ تغییر نه دی راغلی او نه یوازې هلمند کې بلکې د هیواد په ډیری ولایتونو کې د بیان پر ازادۍ سخت محدودیتونه وضعه شوي او خبریالان د نامعلوم دلیل له مخې نیول کېږي.