اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې او ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې د چت پرېوتو له امله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
کونړ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې لومړۍ پېښه وړمه شپه (جمعه، ۱۹ د زمري)د څوکۍ ولسوالۍ په چناري سیمه کې د یوه کور د خونې د چت پرېوتو له امله را منځته شوې چې له امله یې درې مېرمنې او درې کوچنۍ نجونې ژوبلې شوې دي.
باختر اژانس همدا راز ویلي چې دویمه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۰ د زمري) سهار اته بجې د ناړۍ ولسوالۍ په «ساو خوړ» سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې چې له امله یې لس کسان ټپیان شوي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې د دواړو پېښو ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او د نورو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم په کونړ کې د کورونو د خونو د چت پرېوتو او ترافیکي پېښو له امله ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.