اطلاعات روز: په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې له لومړنیو معلوماتو سره سم، نن (یکشنبه، ۲۱ د زمري) تر غرمې وروسته د کابل د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.
ښاغلي ځدراڼ ويلي چې په «مرسیډیس» ډوله مسافر وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.
ایمرجنسي روغتون پر ایکس ليکلي چې د درو ښځو په ګډون د دې چاونې اته ژوبل کسان د دې روغتون د جراحۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.
دې روغتون زیاته کړې چې د هغوی اووه تنه جراحۍ ته اړتیا لري او د یوه تن وضعیت وخیم دی.
ځايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته شاوخوا ۳:۵۲ بجې د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې په «تانک تیل دولتی» ساحه کې شوې.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته په لېږل شویو انځورونو کې ليدل کېږي چې د دې چاودنې له کبله یو ښاري موټر ویجاړ شوی او لږ تر لږه یو تن دې موټر ته نژدې پر سړک پروت دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا څلورمه چاودنه ده چې د کابل د لوېدیځ په شیعه او هزاره مېشتې سیمه کې مسافر وړونکي موټر په نښه کوي.
تر اوسه هیڅ ډلې او یا کس د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د درو وړاندینیو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی و.