اطلاعات روز: د بشرپالو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې بوجه د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.
دې دفتر نن (سېشنبه، ۲۳ د زمري) پر ایکس ليکلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان لپاره له غوښتل شوې ۳.۰۶ بودجې څخه یوازې ۲۵ سلنه تر لاسه شوې ده.
اوچا زیاته کړې چې په افغانستان کې د مرستې رسونې د مهمو برنامو د دوام لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده.
د اوچا په وینا، افغانستان له یوه وخیم انساني کړکېچ سره مخ دی چې «۲۳.۷ میلیون وګړي يې مرستې ته اړتیا لري، ۱۲.۴ میلیون وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.»
څو مرستندویو بنسټونو هم په تازه څرګندونو کې ويلي چې د افغانستان وګړي د فقر، کډوالۍ او ناهیلۍ په څرخ کې راګیر شوي دي.
دې بنسټونو په یوه مشترکه اعلامیه کې ويلي چې د افغانستان وګړي «د نړۍ د نه پاملرنې بیه پرې کوي».