«مقاومت شورا»: د افغانستان د کړکېچ يوازينۍ حل لاره معنادارې او جامعې خبرې-اترې دي

اطلاعات روز: د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» وايي چې د افغانستان د کړکېچ يوازینۍ حل لاره «معنادارو او جامعو خبرو ته تیارېدل او پر ولسواکۍ، اساسي قانون او ټولنیز عدالت ولاړ نظام منل دي».

دې شورا په خپله اعلامیه کې چې نن (پنجشنبه، ۲۵ د زمري) د کابل د سقوط د درېيمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، ويلي چې «د طالبانو د بدوي مشرانو په سرونو کې چې د خلافت او امارت په نومونو څه راګرزي، د نړیوالو ارزښتونو او انساني کرامت خلاف دي».

د دې شورا په اعلامیه کې ټينګار شوی چې «د افغانستان د کړکېچ حل کول او سياسي ثبات ټینګول یوازې يو حل لري او هغه عمومي ارادې او د خلګو حاکمیت ته تسلیمېدل دي».

«د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» همدا راز نن د کابل د سقوط د درېیمې کلیزې په مناسبت یوه انلاین غونډه هم رابللې وه.

د دې شورا دوره‌يي رییس محمد اسماعیل خان وويل چې د افغانستان سقوط په يوه شپه کې نه دی پېښ شوی او دا هیواد د «دوحې په شرموونکې معاهدې» سره د طالبانو په لاس سقوط شو.

ده همدا راز ويلي چې د افغانستان سياسي مشرانو د طالبانو په لاس د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط په ورځو کې «بې تفاوتي» او «بې توجهي» وکړه.

د وحدت اسلامی مردم افغانستان ګوند مشر او د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» یوه غړي محمد محقق د دې غونډې پر مهال طالبانو ته په یوه پیغام کې هغوی «انحصار غوښتونکې» ډله وبلله.

د محقق په پیغام کې ويل شوي چې طالبانو تر اوسه د بین الافغاني خبرو، سياسي ګډون، ټولشموله حکومت، د قومونو او مذهبونو د حقونو د او د ښځو د حقونو د رعایتولو په برخه کې د افغانستان د خلګو، ملګرو ملتونو، ګاونډیو هیوادونو او نورې نړۍ هیڅ غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې.

د «افغانستان د ملي مقاومت شورا» په اعلامیه کې ويل شوي چې طالبان د خلګو پر عمومي ارادې او د قانون پر حاکمیت او ډیموکراټیکو بهیرونو باور نه لري او له دې ډلې د ټولشموله حکومت، د بشري حقونو د رعایتولو او د وګړو اساسي ازادیو ته د احترام هیله لرل «بې ګټي» دي.

دې شورا د سیمې او نړۍ له هیوادونو غوښتي چې له یو اړخیز تعامل او طالبانو ته له «امتیاز ورکولو» ډډه وکړي او د افغانستان د خلګو غوښتنو ته درناوی وکړي.

د کابل د سقوط او پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د هیواد نورو سياسي ډلو هم د هیواد د کړکېچ د حل لپاره خبرې-اترې د یوې حل لارې په توګه تایید کړې دي.

خو طالبانو په دې اړه په خپرې کړې اعلامیې کې د خپل نظام پر دفاع ټینګار کړی دی او له خلګو يې غوښتي چې د دې ډلې له لوري د «اسلامي نظام د برقرارۍ» له وجې دې شکر وکاږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه