اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې «ناپيژانده وسلوالو» د تیر حکومت پر مهال د ټرانسپورټ رییس محمد ایوب شرافت په ډزو وژلی دی.
د وژل شوي کس د کورنۍ یو غړی وایې چې نن ماسپښین (شنبه، ١٠ د وري) درې بجې د جلال اباد ښار اړوند «بګرامیو» سیمه کې ناپیژانده وسلوالو د محمد ایوب شرافت پر ټوډي موټر ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
هغه زیاتوي تراوسه د نوموړي د وژل کیدو علت نه دی مالوم.
ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي او نه هم کومې ډلې د یاد برید مسولیت منلی دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې ویلي چې د شرافت کورنۍ پخوانۍ دښمني درلوده، خو څه موده مخکې یې د طالبانو د حکومتي چارواکو په منځګړیتوب روغه جوړه شوې وه.
د معلوماتو له مخې محمد ایوب شرافت په اصل کې د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ «سربند» کلي اوسیدونکی و او اوسمهال د جلال اباد ښار په «زنګویي» سیمه کې اوسیده.
نوموړي د نیمه عالي طب په برخه کې زده کړې وې او د تیر جمهوري حکومت پر مهال یې د ننګرهار د قبایلو او سرحداتو او دغه راز د ټرانسپورټ د رییس په توګه دندې ترسره کړې وې خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې دندې و او شخصي سوداګري یې کوله.