اطلاعات روز: د بشري مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري او جون میاشتو ترمنځ په افغانستان کې ۱۲.۱ میلیونه وګړو ته حد اقل یو ډول بشري مرسته وېشل شوې ده.
د اوچا له راپور سره سم، په دې وګړو کې ۸۹ سلنو افرادو خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.
په دې راپور کې ويل شوي چې که څه هم د غذايي امنیت د مرستو له لارې د هغو خلکو شمېر لوړېږي چې مرستې ترلاسه کوي، خو پر هغو میلیونونو وګړو ناوړه اغېزه لري چې د کال په اوږدو کې د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه بېلابېلو مرستو ته منتظر وو.
د اوچا په وینا، تر جون میاشتې پورې مرستې له ۷۳۵ میلیونه ډالريزې بودیجې او د ۲۰۲۳ کال له انتقال شوو پیسو (۴۱۲.۵) څخه شوې دي.
اوچا په عین مهال کې ويلي، چې د ۲۰۲۴ جون میاشتې پر مهال له ۳.۰۶ میلیارده اړتیا وړ بودیجې څخه یوازې ۲.۳ میلیارده ډالره (۷۶ سلنه) بودیجه موجوده وه.
اوچا ويلي، چې د بشري اړتیاوو او عملیاتي پېچلتیاوو په زیاتېدو سره د ژغورونکو مرستو د دوام او وړاندې کولو لپاره د بشرپالې ټولنې وړتیا تر انعطاف پذیر مالي تأمین، وړ مالي سیسټمونو او د مرستندویانو تر خوندیتوب پورې مشروطه کېږي.
د اوچا په وینا، په دې لړ کې باید دا ډاډ هم شامل وي چې ښځې کولای شي خپلو اړتیا وړ مرستو او خدماتو ته لاسرسی ولري او د افغانستان بشرپالې ښځینه کارمندانې کولای شي په خوندي، معناداره او جامعه توګه د مرستې رسونې په بهیر کې ګډون وکړي.