پر دولتي بستونو د طالب پلوو انحصار

د تېر جمهوري نظام له پرځیدو وروسته او واک ته د طالبانو په رسیدو سره د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو ګوښه کول او پر بستونو یې د طالب پلوه کسانو ګمارنې، د ګوښه شویو کارکوونکو له نیوکو سربیره د عامو خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي هم دې حالت اندیښمن کړي او وایي، په دولتي ادارو کې د مخکینيو کارکوونکو ګوښه کول او د طالبانو د جنګي کسانو ګمارل کیدو یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او د هغوی غیر مسلکي چلند د خلکو او طالبانو د حکومت ترمنځ واټن زیات کړی دی.

د ننګرهار اوسیدونکی فقیر محمد چې څلور کاله کېږي د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی، خو د زیاتو هلو ځلو سره سره تراوسه د دندې پر پیدا کیدو نه دی توانیدلی.

نوموړی وایي، په نږدې ټولو دولتي ادارو یې خپل تحصیلي اسناد ګرځولي، خو په ډیرو ادارو کې ورته په ښکاره ویل شوي،  چې ستا فکر او نظریه طالب پلوه نه ده نو ځکه خو لا تر اوسه په دندې پسې سرګردانه دی.

هغه زیاتوي په ادارو کې د طالبانو له لوري تازه ګمارل شوي کسان د مسلک پر اساس نه بلکې د عمه او د ترور د زامنو په ګډون ډېری د هرې ادارې د رییس خپلوان او یا پخواني هغه جنګیالي دي چې د دوی پر وینا کورنۍ یې سره قرباني ورکړې.

فقیر محمد وویل: «څلور کاله کېږي د اقتصاد پوهنځي له ادارې څانګې په عالي درجه فارغ شوی یم او په ډیر بد اقتصادي وضعیت کې مې د پوهنتون دوره تېره کړې، کورنۍ مې هم تمه درلود چې دنده به واخلم، خو نور د دندې ګرځیدو پسې ستړی او ناهیلی شوی یم په هره اداره کې چې بست خالي شي؛ نو ما خپل اسناد وروړي خو دوی راته همدا وایي چې ته جمهوریتی یې او نظریه دې له مونږ سره برابره نه ده او نورې انې بهانې راته کوي اصل خبره دا ده چې په ټولو ادارو کې طالبانو خپل پلویان ګمارلي هغه چې غیر مسلکي او پر کار نه پوهیږي، غوښتنه کوو چې باید تعلیم یافته او مسلکي ځوانانو ته په ادارو کې د دندې موقع ورکړل شي که حالت همداسې دوام وکړي نو ښه کدرونه به مو له لاسه ووځي.»

هغه وایي، اوس مهال په زیاتره ادارو کې طالبانو غیر مسلکي کسان ګمارلي چې دې حالت د فارغو شویو زده کړیالانو او مسلکي کسانو په روان منفي اغېز کړی دی.

نوموړی دغه راز ټینګارکوي چې د ښې حکومتولۍ لپاره تر بل هر بنسټ او ادارې ډیرو متخصصو او مسلکي کارکوونکو ته اړتیا ده.

د ننګرهاراوسیدونکی او د یو باروړنکي موټر چلوونکی عثمان خان هم په ادارو کې د غیرې مسلکي کسانو ګمارنې اندیښمن کړی او وایي، د بې مسلکه مامورینو ګمارل کیدو له کبله د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ شوي او هغه کارونه چې باید په څو دقیقو کې طی مراحل شي د څو ساعتونو او آن تر ورځو ورځو ځنډول کېږي.

د هغه په خبره په ګمرک، ترانسپورټ ریاست، ترافیکو مدیریت او ښاروالۍ کې تر ډیره پخواني مامورین له دندو ګوښه او پر ځای یې طالب پلوي خلک ګمارل شوي چې له کبله یې د دوی چارې پر وخت نه ترسره کېږي.

عثمان خان زیاتوي: «تېر حکومت کې مو د موټرو اسنادو، ګمرکي تعرفې او نورو برخو کې کارونه دومره نه ځنډیدل خو اوس مونږ د رییس د یوې امضا لپاره مجبوره یو، چې څو ساعتونه انتظار وکړو او یا راباندې کله رسمیات هم ختم شي، نو کار مو تر ورځو ځنډیږي دې حالت ټول خلک خفه کړي؛ ځکه هغه کسان چې مسلکي نه دي نو رویه یې له مونږ سره هم غیر مسلکي ده او ټولې ستونزې د دې لامل شوي چې د خلکو پر ورځني ژوند منفي تاثیرات وکړي او عام خلک له حکومت څخه نفرت پیدا کړي زمونږ له طالبانو غوښتنه دا ده چې که تاسې پر کار نه پوهیږئ نو هغه مسلکي کسان خو له دندو مه ګوښه کوئ ځکه په دې سره ځوانان له خپل مسلکه او هیواده خوابدې کیږي او منفي پایلې لري.»

سید بهار شینواري چې د تیر حکومت پرمهال یې د ننګرهار ولایت مقام په بشري منابعو اړوند برخه کې دنده درلوده وایي، طالبانو د خپل حاکمیت په لومړیو څلورو مېاشتو کې د ولایت مقام په داخل کې د ځینو اشپزانو، یو ژباړن، د والي سکرتر او د امنیتي کمرو د نصب او کنټرول د انجینر پرته ټول کارکوونکي په جبري ډول له دندو ګوښه او ځينې یې په مرګ ګواښلي دي.

د هغه په خبره نه یوازې په ولایت مقام بلکې د دغه ولایت په ټولو ادارو کې زیاتره پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او د پاتې هغوی د منفکۍ لړۍ روانه ده.

شینواری زیاتوي: «زما په ګډون ولایت مقام کې ټول پخواني کارکوونکي طالبانو له دنده ګوښه کړي او دغه لړۍ د ننګرهار په ټولو ادارو کې ښه په چټکۍ روانه ده، پخواني مامورین پر کارپوه وو ځکه هغوی څو کاله تجربه درلوده کله یې چې مونږ له دندې رخصتولو راته یې وویل، چې نور تاسې حق نه لرې دلته د دندې لپاره راشئ او ځینو نورو مامورینو ورسره لفظي شخړه هم کړې وه خو هغوی په مرګ ګواښلي او ورته ویلي یې و، چې نور دندې ته رانشي.»

نوموړی وايي، چې د طالبانو دغه چارواکي د خپلوانو د ګمارنې سربېره، د بستونو د رامنځته کولو، تعدیل، تنزیل او بست لوړولو په برخه کې د قانون خلاف چلند کوي.

له پوهنتونونو فارغ یو شمیر ځوانان وایي، طالبان خپل جنګیالي او یاهم دوی پورې اړوند کسان په دندو ګماري

په همدې حال کې د لغمان اوسیدونکي هم په ادارو کې د تخصص پر اساس د مسلکي کسانو پر ګمارل کیدو ټینګار کوي.

د مهترلام اوسیدونکی سید عمران وایي، چې طالبانو له نورو ولایتونو سربیره په لغمان کې هم د زیاتره ادارو کارکوونکي چې کاري تجربې او تخصص یې درلودل، له دندو ګوښه او د هغو پرځای یې پر طالبانو پورې اړوند کسان او یو شمېر جنګیالي ګمارلي دي.

نوموړی زیاتوي په ادارو کې خپلسرو ګمارنو داسې مهال زور اخیستی چې د دې ولایت ګڼ ‌شمېر لوستي ځوانان بې روزګاره او د کار په لټه اداره په اداره ګرځي.

سید عمران وویل:«د لغمان په دولتي ادارو کې هم پخواني ټول مامورین له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې طالب پلوي کسان یا د دوی پخواني جنګي کسان ګمارل شوي او دوی نه یوازې په مسلکي نه دي بلکې له خلکو سره یې رویه هم د زغم وړ نه ده او دغه راز د همدوی د نه مسلکیتوب له کبله د خلکو کارونه په دولتي ادارو کې پر وخت نه خلاصیږي او یو سردردی یې خلکو ته جوړ کړی دی که په اوسني وخت کې خلک ډیر مجبوره نه شي، نو دولتي ادارو ته مراجعه نه کوي ځکه هلته یې کارونه په ځنډ مخ ته ځي او دوی له خپل کاره زړه توري کوي.»

د نوموړي په خبره دغه ولایت کې ټول دولتي بستونه د طالب پلوه خلکو په انحصار کې دي او هغه کسان چې په تېر کې یې له دوی سره د طالبانو پلویان وو، په دندو ګمارل شوي دي.

د لغمان یو بل اوسیدونکی عبدالجبار وایي، چې دغه ولایت کې طالب مشران د خپلو خپلوانو لپاره نوي بستونه رامنځته کوي او حتی هغه شمېر کسان چې لیک لوست یې زده هم نه وي د رییسانو له لوري په یوه او بل نامه په دندو ګمارل شوي دي.

د هغه په خبره هغه کسان چې په دولتي ادارو کې له دندو ګوښه شوي بستونه یې تر اوسه ازادې سیالۍ ته نه دي ورکړل شوي.

عبدالجبار زیاته کړه: «کوم پخواني مامورین چې له دندو ګوښه شوي تراوسه یې بستونه ازادې سیالۍ ته نه دي ورکړل شوي،  څو ورته خلک ثبت نام وکړي او د ازموینې له لارې د خپلې خوښې اړونده بست ته ازموینه ورکړي، زیاتره بستونه چې خالي شوي هر طالب په کې خپلوان او د جنګیالي ځای پر ځای کړي دي چې له کبله یې د خلکو چارې پر وخت نه ترسره کېږي؛ ځکه دوی په کمپیوټر نه پوهیږي او نه د عصري ټکنالوژۍ سره بلد دي نو له همدې کبله عام ولس ته څه ډول چې لازمه خدمات نه شي وړاندې کولای که حالت همداسې دوام وکړي نو حکومتي سیستم به لاپسې خراب شي.»

نوموړی له طالب مشرانو غوښتنه کوي چې په ادارو کې د ګمارنې په پروسه کې له شفافیت سره سره مسلکي کسان د ازادې سیالۍ له لارې پر دندو وګماري.

موندنې ښيي چې اوسمهال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې طالبانو سلګونه پخواني دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او هممهاله یې په ټولو کلیدي او عاید لرونکي بستونو کې نامسلکي پلویان ګمارلي دي.

په همدې حال کې ټولنیز فعالان هم د طالبانو حکومت له خوا د نامسلکي کسانو پر ګمارنه نیوکه کوي او وايي، چې په اداري برخه کې د غیر مسلکي کسانو ګمارل به د حکومت په اداري سیستم منفي اغېز وکړي.

ټولنیز فعال محمد جواد حقمل په مرکز او ولایتونو کې د طالبانو پر نویو ګمارنو له نیوکې سربیره وايي، طالبان دې د حکومتي سیستم د ښه مدیریت لپاره په اړونده ټولو ادارو کې با تجربه او مسلکي کسان پر دندو وګماري.

د نوموړي په خبره نړیوال بندیزونه، د بودیجې کمښت او په کور له دننه منابع کمه ګټه اخیستنه او د غیر مسلکي کسانو شتون به وضعیت لا پسې خراب کړي.

حقمل زیاته کړه: «په یوه اداره کې څومره چې یو مسلکي کس اصلاحات راوستی شي او دغه راز عواید راټولوی شي غیر مسلکي کس دا کار نه شي ترسره کولای، نو اوس د طالبانو حکومت له یو لړ بندیزونو سره هم مخ دی او دغه راز ثابت اقتصاد هم نه لرو؛ نو د دې حالت دوام به د طالبانو شته حکومتي سیستم لا له زیان سره مخ کړي او دغه راز د بهرنیو باور هم په دې ډول کړونو سره پر حکومت کمیږي.»

د طالبانو پر حکومت څو ځلې د پخوانیو تجربه لرونکو کارکوونکو د ګوښه کېدو او پرځای یې د غیر مسلکي کسانو د ګمارلو او د دولتي دندو د رهبرۍ لپاره د دې ډلې د غړو د ګومارلو له امله نیوکې شوي، خو طالب مشرانو په مکرر ډول ویلي، چې دوی په دولتي بستونو کې مسلکي کسان پر دندو ګمارلي دي.

مونږ هڅه وکړه چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د غیر مسلکي کسانو د ګمارل کیدو په اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې اړیکو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.