د کونړ د لېرې پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې وروستیو ورښتونو او سیلابونو لویې لارې او فرعي سړکونه تخریب کړي، چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
ځايي خلک وايي، وروستیو ورښتونو او سیلابونو د کونړ د مرکز اسعد اباد او ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې تخریب کړي، خو طالبانو یې د اساسي رغونې لپاره تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.
دوی له طالبانو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې تر هر څه ژر دې دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې وروستیو ورښتونو، سیلابونو او د سیند اوبو په ډېری سیمو کې د اسعد آباد ــ ناړۍ عمومي سړک تخریب کړی، چې دوی ته یې سرخوږی جوړ کړی.
دوی وايي، د لارو د خرابوالي له امله نه شي کولی، چې پر وخت خپل ناروغان روغتون ته بوځي او خپلو چارو ته رسېدنه وکړي، چې دې چارې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.
د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر شېرولي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «اسمار کې د سیلابونو او د سیند اوبو د زیاتوالي له وجې ځای ځای عمومي سړک تخریب شوی او خلک یې له مشکلاتو سره مخ کړي، نه څوک ناروغ پر وخت روغتون ته رسولی شي، نه خپلو کارونو ته پر وخت رسېدلی شو، ماشومان مو ښوونځیو ته پر وخت نه شي تللی، ناروغ خو په لاره کې له بدو بدتر شي؛ حتی ځېنې وخت ناروغان مړه هم شي.»
بل لور ته د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله د اسعد اباد ــ پارون ترمنځ غځېدلې لویه لار سخته زیانمنه شوې، چې دوی یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.
د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی فیض الله وايي، د تېرې اوونۍ سختو بارانونو له امله سیلابونه را وتلي وو، چې د دغې ولسوالۍ په اوږدو کې یې د اسعد اباد پارون سړک تخریب کړی، چې د موټرو تګ راتګ یې ستونزمن او ټکنی کړی.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « تېره هفته کې مسلسلو بارانونو او سیلابونو له امله ماڼوګي ولسوالۍ کې د کونړ ـ نورستان سړک ډېر تخریب شوی، کنډوکپر شوی، خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي، موټر سمې نه شي تللی، ناروغان هم پر وخت روغتون ته نه رسېږي.»
کونړ مېشتي نیوکه کوي، چې تر اوسه د طالبانو ولایتي ادارې د وېجاړو شویو سړکونو د رغونې لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخېستي.
دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د وېجاړو شویو سړکونو د اساسي رغونې په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي، ځکه په خبره یې د دوی له پرلپسې غوښتنو وروسته هم طالبانو دې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې.
د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي امین جان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: « زمونږ د وټه پور په ګمبیر او نورو سیمو کې سیلابونو لارې سختې خرابې کړي، د موټرو له تګ راتګ وتلي، ډېر مشکلات را پېښ دي، څو ځلې مو غوښتنه وکړه، چې حکومت [طالبان] دا سړکونه جوړ کړي، خو هغوی تر اوسه د دې مشکل د حل لپاره کوم اقدام ونه کړ، زمونږ له حکومت [طالبانو] او موسېساتو غوښتنه دا ده، چې د سیلابونو له وجې خراب سړکونه جوړ کړي؛ ترڅو خلک له مشکلاتو خوندي شي.»
په همدې حال کې د کونړ د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري قدرت الله معاذ د ځايي خلکو ستونزې او شکایتونه مني، خو وايي هڅه کوي، چې د سیلابونو له امله د تخریب شویو لارو د رغونې چارې پېل کړي.
قدرت الله معاذ زیاتوي، چې روان کال یې په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د سیند یوې غاړې ته استنادي دېوال جوړ کړی، چې د لارې د تخریب مخنیوي په برخه کې یې مهم رول لوبولی.
نوموړي وویل: « د کونړ نورستان سړک په دې وروستیو کې ډېر زیات کنډوکپر شوی، موټر پرې سم تګ ــ راتګ نه شي کولی، د خلکو شکایت واقعیت دی، مونږ کوشش کوو، چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې وېجاړ شوي سړکونه ورغوو؛ ترڅو د خلکو مشکلات حل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو ورښتونو او سیلابونو د کونړ ترڅنګ د نورستان په مرکز پارون، وانټ وایګل، کامدېش، برګمټال، نورګرام، دوآب او یو شمېر نورو سیمو کې عمومي او فرعي سړکونه تخریب کړي، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او مرستندویې ادارې دې تر هرڅه وړاندې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.