اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار او میوند ولسوالۍ کې د دوو جلا پیښو له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار کې یوې ځایي سرچینې وویل، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۶ د وږي) د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند «سیتوتک» کلي کې یو ماشوم د اوبو ۱۲۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی او مړ شوی دی.
سرچینې زیاتوي، یاد ماشوم ۱۱ کاله عمر درلود چې د طالبانو ځایي مسوولینو لخوا یې د ژغورنې هڅي شوې وې، خو ماشوم څاه کې ساه ورکړې وه او یوازې جسد یې را ایستل شوی دی.
ورته مهال کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند «شورمان» سیمه کې د لبنیاتو یو ټانکر یوه ماشومه نجلۍ وهلې او مړه شوې ده.
سرچینو د دغې نجلۍ نوم نه دی یاد کړی، خو زیاتوي چې هغې د سړک له غاړې کاغذونه او پلاستیکي توکي ټولول او وروسته یې خپل کور ته د ډوډۍ پخولو لپاره وړل.
په همدې حال کې کندهار کې د طالبانو پولیس دواړي پیښې تاییدوي او وایي، چې د لبنیاتو موټر ډریور یې نیولی او موټر یې ترې ضبط کړی دی.