اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په مرکز اسعد اباد کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو وژل شوی.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي، چې دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۸ د وږي) د اسعد اباد ښار په «تباکوټ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
فرید دهقان د وژل شوي کس په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
دهقان زیاتوي، چې د دې پېښې په تړاو یې دوه کسان چې اصلي د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي نیولي دي.
نوموړی وویل، چې نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی، چې د لا نورو معلوماتو لپاره تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي.
دهقان د نیول شویو کسانو له قوله د پېښې لامل شخصي دښمني یاده کړې، چې په خبره یې څه موده وړاندې د مقتول کورنۍ له لوري د قاتلینو پلار وژل شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شخصي دښمنیو له امله د وژنو پېښې زیاتې شوي، چې تر ډېره یې لامل د طالبانو د حکومت بې کفایتي بلل کېږي.