د بښنې نړیوال سازمان: د دايکندي د برید عاملین باید عدالت ته وسپارل شي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د دایکندي د اوسېدونکو وژنې ته په غبرګون کې ويلي، چې د دې وژنې عاملین باید عدالت ته وسپارل شي او د زیات خطر د مخنيوي په موخه د هزاره ټولنې خوندیتوب ته پاملرنه وشي.

دې سازمان د غور او دایکندي ترمنځ سیمه کې د دايکندي د ۱۴ تنو وژل سخت غندلي دي. یاد کسان چې د تېرې پنجشنبې په ورځ موټرسایکل سپرو وسله والو ووژل، مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، چې دا وژنې د عمدي او سیسټماټیکو بریدونو یوه بېلګه ده چې هزاره وګړي په عبادتځایونو، ښوونځیو، روغتونو او د افغانستان په نورو سیمو کې په نښه کوي.

دې سازمان همدا راز ويلي، چې د هزاره ګانو وروستۍ وژنه یو ځل بیا راتازه کوي چې په افغانستان کې له مجازات څخه معافیت څومره درنه بیه لري.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ او سیسټماټیک نقض او له نړیوالو قوانینو سره سمو جنایاتو ته د رسيدګۍ لپاره د پوښتنې-ګرویږنې یو نړیوال خپلواک میکانیزم جوړ کړي.

د پنجشنبې په ورځ د دایکندي د سنګ‌تخت‌ او بندر ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د غور ولایت پر لور د کربلا د زیارت کوونکو هرکلي ته ورتلل او د دې ولایت پر پوله د وسله والو کسانو له لوري ډزې پرې وشوې. د دې پېښې قربانیان ټول نارینه او د یوه کلي اوسیدونکي دي.

دې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هیوادونو او سازمانونو دا پېښه غندلې ده. د فعالانو په اند د دایکندي وژنه د هزاره‌ګانو د دوامدارې وژنې لړۍ ده او د دې قومي-مذهبي ډلې له نسل وژنې سره برابره ده.

د وروستیو کلونو پرمهال پر هزاره ګانو په ځلونو په مسجونو، ښوونځیو، روغتونو، لوبغالو او لارو کې مرګوني بریدونه شوي دي. د دې بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د بشر حقونو څار ويلي، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته داعش خراسان ډلې د هزاره ګانو پر خلاف لږ تر لږه د ۱۷ بریدونو مسوولیت منلی چې تر ۷۰۰ زیات کسان پکې مړه او ژوبل شوي دي.

دې سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې دې پايلې ته ورسېدل چې د داعش چاودنې او د هزاره ګانو پر خلاف نور هدفي بریدونه د بشریت پر خلاف جنایت دی.

د بشر حقونو څار ویلي، چې وروستی برید یو ځل بیا ټینګار کوي چې طالبان باید په افغانستان کې د هزاره ګانو او ټولو شیعه وګړو په ګډون له خطر سره د مخ ډلو د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدامات وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه