اطلاعات روز: د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ويلي، چې د افغانستان ښځې او نجونې له تبعیض او سختې سیسټماټیکې ځپنې سره مخ دي او ممکن جنسيتي ځورونه وبلل شي.
نوموړي پرون (سېشنبه، ۲۷ د وږي) دا څرګندونې د اروپايي ټولنې په پارلمان کې کړې دي.
نیکولسن د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې چې تازه نافذ شوی، ويلي چې د افغان نجونو او ښځو وضعیت لاهم مخ په خرابېدو دی.
نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنه طالبانو ته له مشروعیت ورکولو پرته د افغان وګړو ملاتړ کوي.
د ده په وینا، د اروپايي ټولنې په مرستو کې د افغانستان ښځو او نجونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د اروپايي ټولنې استازي ويلي، چې دا ټولنه د روان میلادي کال پر مهال له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي او طالبان دې مرستې ته لاسرسی نه لري.
د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې ځینو فعالو ښځو هم ګډون کړی وو.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ استازې شکریې بارکزۍ د اروپايي پارلمان له غړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو او ارزښتونو ته ژمن پاتې شي او طالبان دې [د هغوی د اعمالو په تړاو] وپوښتي.
دې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو حقونه باید د سياسي موضوعاتو قرباني نه شي.