اطلاعات روز: د کونړ ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ۲۰ تنه داعش او طالبان د سولې بهیر سره یوځای شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن (چهارشنبه، ۲۰ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د سولې بهیر سره د یوځای شویو وسله والو په ډله کې پنځلس طالبان او پنځه نور داعش وسله وال دي.
ښاغلی مصمم وایې، یادو کسانو له کلونو راهیسې د کونړ بېلابېلو ولسوالیو کې دولت ضد کړنې تر سره کولې، چې اوس پیښمانه دي.
مصمم زیاته کړه: «نن شل تنه او طالبان د ملي امنیت په هلو ځلو د سولې له بهیر سره یو ځای شول، چې دوی کې پنځلس وسله وال طالبان دي او پنځه داعشیان دی.»
له دې وړاندې د کونړ والي له اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې ویلي و، چې په دې ولایت کې له داعش او طالب وسله والو سربېره اووه نورې وسله والې ډلې هم فعالیت کوي، چې دوی یې د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی.
داعش او وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.