اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایې چې د دې ولایت په کوز کونړ/ښېوې ولسوالۍ کې د شدیدو بارانونو او په پایله کې یې د سیلابونو له کبله درې کسان مړه او شل نور ټپیان شوي دي.
یو ځایي قومي مشر اطلاعات روز ته ویلي چې دا سیلابونه تیره شپه (پنجشنبه، ٥ د وري) د ښېوې ولسوالۍ په سربند، شګې، کاشکوټ او نورو سیمو کې راوتلي چې له ځاني مرګژوبلې سربیره یې نیږدې دوه سوه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې ده.
د هغه په وينا په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او همدا راز سیلابونو د کلیو ترمنځ لارې هم تړلې دي.
په ورته مهال کې سیلاب ځپلو کورنیو پر حکومتي او مرستندویه خیریه بنستونو غږ کړی چې دوی عاجلو مرستو ته اړتیا لري او څه ډول چې لازمه ده لازمې مرستې نه دي ورته رسیدلې.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلي، د سیلابونو د ټپيانو په اړه تر اوسه پورې دقیق ارقام په لاس کې نه لري خو سیلاب ځپلو سیمو ته یې مرستندویه تیمونه استولي دي.
تر دې یوه نیمه میاشت وړاندې د ننګرهار په سره رود او ځینو نورو ولسوالیو کې هم سختو بادونو، بارانونو او سیلابونو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
افغانستان له طبیعي پيښو څخه اغیزمنېدونکی هیواد دی او ملګري ملتونه یې له اقلیمي بدلون څخه یوه له تر ټولو ډیرو اغیزمنېدونکو سیمو څخه بولي.