په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د انځورګرۍ مرکزونه د طالبانو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي دي.
انځورګران وایي، د طالبانو اوسنی حکومت انځورګري د شریعت خلاف عمل بولي او غوړېدو ته یې نه پریږدي، چې په وینا یې دا حالت د دې سبب شوی چې د انځورګرۍ هنر ورځ تر بلې د ودې پر ځای لا کمرنګه او د ورکیدو له ګواښ سره مخ شي.
احمدشاه افغان له تېرو پنځلس کلونو راهیسې په جلال اباد ښار کې د نقاشي او انځورګرۍ په برخه کې کار کوي او د یاد هنر په برخه کې یې سلګونه شاګردان هم روزلي دي.
نوموړی وایي، د تېر حکومت پرمهال یې کاروبار تر بل هر وخت غوړیدلی و، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې چارې په ټپه دریدلي او دغه راز د طالبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکو هم خبرداری ورکړی چې له انځورګرۍ دې لاس واخلي.
د هغه په خبره د تېر حکومت پرمهال یې د رسامۍ په دې مرکز کې لسګونه هلکان او نجونې په زده کړو بوخې وې او بېلابېلې تابلوګانې جوړولې، خو په دې وروستیو کې نقاشي او رسامي له پامه غورځېدلې چې له کبله یې هغه خپل هنري کارونو ته شاه کړې ده.
افغان وویل: «ما د نقاشۍ هنر په ایران کې زده کړی او له هغې وروسته مې په جلال اباد ښار کې د انځورګرۍ یو مرکز پرانیسته په تېر کې د نقاشۍ زیات مینوال درلودل او په دې برخه کې مې سلګونه زده کوونکي روزلي چې نجونې او هلکان هم په کې وو، خو له کله چې د طالبانو حکومت راغلی کاروبار مو خراب شوی او دغه راز ماته یې خبرداری راکړی چې نوره نقاشي ونه کړي او داسې انځورونه دې هم نه رسموي چې زیروح وي نو له همدې کبله مې اوس خپل هنر پرېیښی دی او عادي دوکاندارۍ ته مې مخه کړې ده.»
نوموړی اندیښنه لري چې اوسمهال په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر د مینوالو کمښت، اقتصادي ستونزې او پر دوی د وضعه شویو بندیزونو له کبله یاد هنر له پامه لوېدلی او له زوال سره مخ دی.
نیازمحمد بینوا د جلال اباد ښار یو بل نقاش دی چې د خپلو هنري چارو له بندیدو وروسته یې ټکسي چلولو ته مخه کړې ده.
هغه وایي، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د هنرونو برخه له خورا ناوړه وضعیت سره مخ شوې او په ځانګړي ډول د موسیقۍ هنر، د سینما او تیاتر هنر او دغه راز تر انځورګرانو او رسامانو پورې ټولو هنرمندان له خپل کاره زړه توري شوي او اوسمهال تر بل هر وخت له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، دوی تل هڅه کړې چې د خپلې ټولنې روان وضعیت د نقاشۍ او رسامۍ له لارې په انځوریزه بڼه وړاندې کړي، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره پرې دا چاره هم دریدلې ده.
د هغه په خبره، زیاتره نقاشان د خپل هنر د پاللو په موخه ایران، پاکستان او نورو اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي او د هغه په ګډون یو شمېر نورو بیا په کور دننه د هنري چارو د بندیز له امله نورو کارونو ته مخه کړې ده.
بینوا زیاته کړه: «په تېر کې مو کاروبارو ډیر ښه و، ځکه مونږ له موسېساتو او ځینو دولتي ادارو سره قراردادونه درلودل او د هغه پیغامونه به مو د انځور او رسامۍ په ډول خپرول چې ځانګړی پیغام به یې درلوده؛ خو د طالبانو له لوري پر نقاشۍ د ځینو محدودیتونو له کبله مو اوس کاروبار نشته او زه اوس په خپله ټکسي موټر چلوم ځکه خیران یو چې نور څه وکړو ځکه هغه هنر چې مو زده کړی و او کلونو کلونو مو په کې خواري او کار کړی و پر هغې د طالبانو لخوا بندیزونه ولګیدل او راته د امربالمعروف له لوري ویل شوي چې نقاشي په اسلام کې نشته او دا د شریعت خلاف عمل دی چې امله یې زمونږ په هنر بندیز لګیدل او د دې برخې ټول هنرمندان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
په همدې حال لغمان کې هم د نقاشۍ د برخې هنرمندان پر دوی د طالبانو له لوري اوسنیو وضعه شویو محدودیتونو اندیښن کړي دي.
پرویز اشنا چې له دې وړاندې یې د لغمان په مرکز مهترلام کې د نقاشۍ یو هنري مرکز درلوده وایي، په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له منفي اغېزو د نورو هنري برخو ترڅنګ انځورګرۍ هم زیان لیدلی او اوسمهال ګڼ انځورګران د خپل هنر پر ځای نورو کسبونو او چارو ته مخه کړې ده.
هغه له طالبانو ګیله مند دی چې نقاشانو ته په نندارتونونو کې ځانګړی غرفې نه ورکوي او یو ډول د انځورګرۍ هنر ته په ښه سترګه نه ګوري، چې له کبله یې هغه په زیاتو خواریو جوړې کړې شل تابلوګانې سوځولي او ځینې یې د یادګار په موخه له ځان سره ساتلي دي.
نوموړی په کور دننه او بهر نندارتونونو کې د دوی پر ګډون ټینګار کوي او وایي، د نندارتونونو له لارې به نقاشان او رسامان وکولای شي څو په خپل لاس نقاشي شوې تابلوګانې او انځورونه د پلور په موخه نندارې ته وړاندې کړي.
پرویز اشنا وویل:«د نقاشۍ هنر په افغانستان کې د ورکیدو له ګواښ سره ځکه مخ دی چې نه یې اوس مینوال شته او نه ورته شته حکومت پام کوي، په نندارتونونو کې نقاشانو ته ځای نه ورکول کېږي او دا کار په خپله زمونږ د کار پر وړاندې یو لوی خنډ دی؛ څه موده مخکې په ننګرهار کې یو نندارتون و هلته مو غوښتل خپلې تابلوګانې نندارې ته کیږدو، خو طالبانو زمونږ د دې کار مخنیوی وکړي او راته یې وویل چې انځورګري یا نقاشي د اسلامي شریعت خلاف کار دی او تاسې اجازه نه لرئ چې په دې نندارتون کې په خپل لاس کښل شوي تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړئ، دغه راز د نقاشۍ برخې ټول استادان اوس د بې روزګارۍ له کبله له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.»
نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو څه باندې درې کاله تېریږي او دې موده کې د انځورګرانو، میناتورانو او نقاشانو فعالیتونه په لویه کچه کم شوي او دا حالت لاپسې خرابیدونکی دی.
د هغه په خبره، پخوا که څه هم د هنر ودې لپاره کار کېده او د غوړېدا لپاره یې زمینه برابره وه، چې له همدې لارې اقتصادي ستونزې تر یوې کچې حل شوې وې.
په لغمان کې د نقاشۍ یو بل استاد محمد ایاز وایي، دمګړۍ افغانستان کې د انځورګرۍ هنر وده نه شي کولای او په خبره یې پر نقاشانو د طالبانو له لوري دومره محدودیتونه وضعه شوي، چې هنرمند نه شي کولای د چا انځور جوړ کړي او همدارنګه د طالبانو له لوري د انځورګرۍ هنر ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
محمد ایاز زیاتوي: «اوس که څه هم یو نیم نقاش به فعالیت کوي، خو په کور کې به وي او دا محدودیت پرې د طالبانو له لوري هم لګول شوی، چې د چا انځور نه شي رسم کولای او د تابلوګانو د پلور بازار خو بیخي نشته نو اوس په افغانستان کې انځور ګري په نشت حساب ده؛ د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې ټولو هنرونو ته باید په درنه سترګه وګوري ځکه هر هنر په خپل ځای کې ډیر لوی ارزښت لري، خو طالبان بیا د انځورګرۍ هنر ته په ښه سترګه نه ګوري او همدا لامل دی چې د دې برخې هنرمندان له خپل کار او هنر زړه توري شوي دي.»
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو په دې اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو ډډه کوي او زیاتوي، هر هغه څه چې د اسلامي شریعت خلاف دي خپرول یې هم دوی منعه کړي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي انځورګرۍ او نقاشۍ د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بولي.
هغه ټینګار کوي، چې انځورګران اجازه نه لري چې خپل هنر ته کار وکړي او انځورونه جوړ کړي.
قریشي وویل: «مونږ د خپلو مشرانو پریکړو ته ژمن یو، هغوی چې څه ډول هدایت کوي پر هغې عمل کول پر مونږ واجب دی، نو لکه څرنګه چې نقاشي او انځورګري هم منع شوې او دا کار د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی نو په دې خاطر هم د دغه هنر کارکوونکي حق نه لري چې انځورګري او نقاشي وکړي.»
د معلوماتو پر اساس واک ته د طالبانو په رسیدو سره له نورو برخو سربیره د نقاشۍ او انځورګرۍ ګڼ هنرمندان له افغانستانه ووتل او ګاونډیو یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د دغه برخې هنرمندانو په څو ځلي له طالبانو او ملاتړ بنسټونو غوښتي چې د دوی لاسنیوی وکړي او هنر ته د خدمت په موخه دې له هغوی سره همکاري وکړي.
که څه هم په نوره نړۍ کې انځورګري یا نقاشي ځانګړی ځای او ګڼ شمېر مینوال لري، خو په افغانستان کې هغسې چې لازمه ده پام ورته نه کېږي چې له کبله یې دا هنر ورځ تر بلې مخ په تیتېدو دی.