اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ کې د تېرې ورځې د کښتۍ ډوبیدو په پېښه کې د قربانیانو شمیر ۸ کسانو ته لوړ شوی دی.
د ښېوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي روح الله حقمل وایي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د تلې) ناوخته د یادې ولسوالۍ اړوند کاشکوټونو او سربند سیمه کې د تېز باد له امله سیند کې یوه ۱۷ کسیزه کیښتۍ اوبو ډوبه کړې، چې پرمهال یې د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څلور تنه نور ژوندي را ویستل شوي او پنځه تنه لا تر اوسه تري تم دي چې د پيداکولو هڅې روانې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه کوچنۍ کښتۍ د سربند سيمې اوسېدونکي پر کونړ سیند د ښېوې ولسوالۍ بلې غاړې ته لېږدول، چې تیزو بادونو له کبله اوبو ډوبه کړې او پکې سپاره کسان د اوبو څپو لاندې کړي.
د ننګرهار د نورو سیمو سربېره کونړ سیند ته څیرمه د زیاتره ولسوالیو اوسېدونکي د پلونو د نشتوالي له امله سيند د پورې وتلو پرمهال کوچنۍ کښتۍ کاروي.
د یادونې ده چې له دې څه موده وړاندې هم د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.