انځور: ټولنیزې رسنۍ

کونړ کې د سیلابونو له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي.

په کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي لپاره د طالبانو رییس ثابت الله صدیقي وایي چې دا سیلابونه نن (شنبه، ۱۴ د تلې) مازیګر شاوخوا پنځه بجې د نرنګ ولسوالۍ په لمټک سیمه کې را وتلي دي.

صدیقي وایي، په ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.

نوموړي زیاته کړې چې د سیلابونو له امله شاوخوا ۶۰ څاروي هم مړه شوي. همدا راز شاوخوا ۶۰ هستوګنیز کورونه تخریب او پر څه باندې ۴۰۰ جریبه ځمکه ولاړ کښتونه هم زیانمن شوي دي او له همدې مله خلګو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي.

دا په داسې حال کې چې تر دې یوه اوونۍ وړاندې د کونړ په ګاونډ د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې هم د ورښتونو او سیلابونو له امله درې تنه مړه او شل نور ټپیان شوي وو.