کندهار کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

Photo: sent to ETilaatroz

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت ښورابک ولسوالۍ کې پر «ډیورنډ فرضي کرښه» د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

د سرچينو په وینا، دغه نښته نن (یکشنبه، ۱۵ د تلې) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د «نوشکي» او «ګزنلي» په سيمو کې رامنځته شوې.

یوې امنیتي سرچینې وویل، چې نښته وروسته له هغه رامنځته شوې، کله چې طالب ځواکونو غوښتل پر ډیورنډ کرښه پوستې جوړې کړي، خو پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي په موخه پر طالبانو ډزې کړي.

د سرچینې په خبره، نښته دا مهال کابو شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

سرچينه وايي، طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو پولې ته نور ځواکونه هم لېږلي دي.

کندهار کې طالبانو ځايي امنیتي چارواکو هم د دغې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ښورابک او پاکستان ترمنځ دغلته غیرې رسمي لاره هم تړل شوې.

کندهار کې د طالبانو د البدر قول اردو ځواکونو غواړي د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د کندهار له ښورابک ولسوالۍ څخه بیا د زابل تر شملزو ولسوالۍ پورې نوې  پوستې جوړې کړي، خو پاکستان یې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

طالبانو تردې مخکې هم هڅه کړې وه چې دغلته پوستې جوړې کړي، خو هغه مهال یې هم پاکستاني ځواکونو مخالفت کړی وو.

طالبانو او پاکستاني ځواکونو څو ځله پر ډیورنډ کرښه د پوستو پر جوړولو نښتې کړي دي. افغانستان له پاکستان سره یاده پوله په رسمیت نه پېژني او دا مسئله تل د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې راپورته کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه