اطلاعات روز: د ایران د عدلیې وزارت د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ملي ادارې منشي علي کاظمي ویلي، چې په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر او په واټونو کې ګرځیدونکي ماشومان افغان کډوال دي.
علي کاظمي له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، شاوخوا درې زره او ۲۰۰ ماشومان یوازې په تهران کې په واټونو او کارځایونو کې پیژندل شوي، چې ۸۵ سلنه یې «تبعه» دي.
ایران افغان کډوالو ته تبعه یا اتباع وایي.
کاظمي ویلي، له زده کړو پاتې والی او مالي ستونزې د دې لامل شوي، چې دغه ماشومان په څلور لارو کې ودریږي.
هغه زیاته کړې، چې د ماشومانو د اتباع ادارې هغه کډوال ماشومان چې غیر قاني وو، د ماشومانو په اړه د ملي قوانینو د سرغړونې له امله شړلي دي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې: «اوسني کړنلاره دا ده، هغه اتباع چې غیر قانوني دي خپل هیواد ته ستانه کړل شي او هغه اتباع چې قانوني دي د اتباعو ادرې له لوري ورته قوانین او مقررات ور وښودل شي، ترڅو هغوی یې مراعت کړي.»
کاظمي ویلي: «په واټونو کې د ماشومانو پر وړاندې ډېر جرمونه کېږي. یو له ماشومانو ناوړه ګټه پورته کول، بې پروایي او غفلت کوی دي او بل له زده کړو څخه د دې ماشومانو پاتې کیدل دي، چې په قانون کې جرم بلل کېږي.»
ایران کې ډیری کډوال ماشومان د کثافاتو په راټولولو بوخت دي. په دغو ماشومانو کې ځینې یې یتیمان او یا د کم عاید لرونکو کورنیو څخه دي.
ښوونې او روزنې ته د مهاجرو ماشومانو د لاسرسي ننګونه هم د دغو ماشومانو د کار یو له عاملونو څخه ګڼل کېږي.