هلمند کې د حزب تحریر غړي د طالبانو له زور زیاتي، نیولو، بندي کولو او وهلو ټکولو سرټکوي

د طالبانو بیا ځل حاکمیت وروسته د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د حزب تحریر د غړو پر وړاندې فشارونه زیات شوي دي. دا حزب چې ظاهراً د اسلامي خلافت د بیا تاسیس لپاره هڅې کوي، په ۱۹۵۳ زیږدیز کال کې د فلسطیني دیني عالم «تقی‌الدین نبهاني» له لوري تاسیس شوی، چې دا مهال د «شیخ عطاء بن خلیل تر مشرۍ لاندې د نړۍ په بېلابیلو هېوادونو لکه بریتانیا، امریکا، اسټرالیا او کاناډا کې رسمي فعالیت کوي او مرکزي دفتر یې په لبنان کې دی.

حزب تحریر له کلونو راهیسې په افغانستان کې په پټه او ښکاره فعالیت کوي، چې په دې ورستیو کې د طالبانو له خوا د دې حزب غړي د نیولو او شکنجې سره مخ دي. په هلمند ولایت کې د دې حزب ګڼ شمېر غړي وايي، چې طالبان یې له کوم جرم پرته نیسي او په زندان کې ورته سخته شکنجه ورکوي.

د لښکرګاه ښار د پنځمې ناحيې اوسیدونکی او د ښوونځي استاد محمد سالم (مستعار) چې شپږ کاله وړاندې یې کندهار پوهنتون کې د حرب تحریر غړیتوب اخیستی وایي، چې طالبانو په هلمند د حزب تحریر سره د اړیکې لرلو په تور ۱۸ میاشتې زنداني کړی او تر شکنجې وروسته یې ترې ژمنه اخیستې چې بیا به فعالیت نه کوي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپانې سره په خپلو خبرو کې وویل: «په زندان کې له زما سره داسې چلند وشو لکه ما چې د حق د لارې پر ځای جرم کړی وي، طالبانو پر ما سخت فشار راوړ چې خپل فعالیت پرېږدم، ما ورته ویل چې زه د حق لپاره مبارزه کوم، خو هغوی پر ځای د دې چې زما سره خبرې وکړي زه یې شکنجه کولم او د خبرو کولو یې هیڅ وخت نه راکاوه، هغوی زه تحقیرولم او ما ته یې خوارج وایه.»

د نوموړي په خبره هغه او ملګري یې د حق د لارې عسکر دي او په وینا یې غواړي د «اسلامي خلافت» د قایمولو لپاره په ټوله نړۍ کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

محمد سالم زیاته کړه: «موږ د حق لپاره کار کوو، خلافت حق دی او دا به ان شاءالله بیرته پر ځمکه حاکموو، خو طالبان پر ځای د دې چې زموږ او زموږ د مشرانو سره قناعت وکړي پر موږ فشار راوړي چې دغه د حق لاره دغسې پریږدو، زموږ ډیر ملګري نیول شوي دي بیرته ازاد شوي، چې هر څومره ظلم پر موږ کېږي زموږ پر اسلامي ارادې تاثیر نه کوي او دغسي به ان شاءالله مخته ځو.»

د معلوماتو له مخې د حرب تحریر ډیر تمرکز پر نویو کم عمره ځوانانو او تعلیمي مرکزونو باندې وي، د دې حزب ډیری غړي لوستي او په پوهنتونو، ښوونځیو، او تعلیمي مرکزونو کې استادان او مسوولین دي.

د احمد الله ریحان په نوم د دې حزب یوبل غړی چې په لښکرګاه ښار کې د یو ښوونیز مرکز استاد و، طالبانو د یو کال راهیسې د حزب تحریر سره د اړیکې په تور بندي کړی او اوس یې کورنۍ او دوستان د هغه ناڅرګند برخلیک ته اندیښمن دي.

د نوموړي پلار چې په لښکرګاه ښار کې هټۍ لري، وایي ریحان یې مشر زوی دی، چې طالبانو د اسلام دین لپاره د کار کولو له امله بندي کړی او لیدو ته یې هم څوک نه پریږدي.

نوموړي وویل: «زما زوی خو به څه کفر نه وي کړی چې دغسې سخته سزا ورکول کېږي، هغه په ټولنه کې په ډیر نیک نوم یادیږي، په مکتب او سنټرونو کې یې شاګردان روزل او د حق د لارې لپاره یې کار کاوه، خو نه پوهیږم چې اوس د اسلام لپاره د کار کولو سزا دومره سخته ده چې د هغه د لیدلو او کتلو حق د هغه مور او پلار ته هم نه ورکول کیږي.»

د ریحان د پلار په خبره زوی یې دوه کاله وړاندې د کندهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه فارغه شوی، چې په همدغه پوهنتون کې یې د حزب تحریر غړیتوب هم اخیستی و او وروسته یې د هلمند په تعلیمي مرکزونو او مکتبونو کې ځوانانو ته د خلافت د حاکمولو په تړاو بیانونه کول.

هغه وویل: «ریحان په کندهار کې د کمپیوتر ساینس څخه فارغه شوی دی، هغه او دوه نور ملګري یې د حزب تحریر غړي شوي وو، بیا یې دغلته لښکرګاه کې د ځوانانو سره د جمعې د شپې مجلسونه کول او ځوانان یې صالحي لار ته را دعوتول، موږ خو تر اوسه د هغه څخه دغسې غلط فعل نه و لیدلی چې مخه مو نیولې وای، د هغه سره نه وسله وه نه یې بل دغسې کار کړی و چې د طالبانو خلاف وي.»

هلمند کې د حزب تحریر غړي وایي، طالبان پرته له دې چې د دوی سره خبرې وکړي نیسي یې او زندان ته یې لیږي. انځور: ټولنيزې رسنۍ

دغه راز د ضیاء اکبر (مستعار) په نوم د یو ښوونیز مرکز بل استاد چې د طالبانو په زندان کې یې دوه کاله تېر کړي، وایي طالبانو ورته ویلي، چې خلافت یوازې د هغوی په لاس کې دی او که چیرې د حزب تحریر او یا نورو ډلو سره تورن کسان ونیسي، زنداني کوي یې او سخته سزا ورکوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې اطلاعات روز ته وویل: «موږ یوازې هغه څه وایو چې زموږ په دین کې ویل شوي، طالبان غواړي چې موږ د سیاسي فعالیتونو څخه لاس واخلو او د اسلام په لار کې زموږ مبارزه وځپل شي، دوی د اسلام په اړه خپل فرمانونه پر خلکو په زور مني، خو زموږ سوله ییزه مبارزه د سیاسي اسلام په اړه نه پرېږدي.»

په هلمند کې ګڼ شمیر ځوانان حزب تحریر سره یوځای شوي دي. د دې حزب سره تازه یوځای شوي ځوانان وایي، خلک د طالبانو له ویرې نه غواړي په ښکاره د حزب تحریر لپاره کار وکړي.  

یو هلمندی ځوان چې تازه یې د یاد حزب غړیتوب اخیستی د نوم نه یادولو په شرط یې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «خلک وېرېږي چې که د حزب تحریر سره مرسته وکړي، نو طالبان به یې ونیسي، موږ پوهېږو چې دوی یوازې د خلافت لپاره کار کوي، خو اوس د طالبانو له ویرې له دوی سره ښکاره کار نه شو کولای، ډیر ځوانان دي چې د حزب تحریر غړي دي خو ښکاره مجلسونه نه کوي.»

په هلمند کې د حزب تحریر د غړو نیول کیدو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او یو شمیر کورنۍ د طالبانو په زندانونو کې د خپلو اولادونو ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي.

د یو زندانې شوي ځوان پلار د نوم نه یادولو په شرط وویل: «زوی مې یوازې خپل کار کاوه، طالبانو موږ ته ویل چې که هغه فعالیتونه پرې نږدي، نو موږ به یې نور کله هم ونه وینو، زموږ کورنۍ ته دا ډېره سخته ده چې د خپل اولاد په برخلیک نه یو خبر.»

په هلمند کې د حزب تحریر غړو پر وړاندې د طالبانو فشارونو د خلکو د حقونو او ازادۍ پر وړاندې پوښتنې راپورته کړې دي؛ دوی غواړي د خپلې عقیدې په اړه په ازادانه ډول کار وکړي، خو د طالبانو سختو ګواښونو او شکنجو له کبله یې فعالیت لا پسې محدود شوی دی. د ځایي خلکو او کورنیو غوښتنه دا ده چې له محکمې پرته دې د دوی د اولادونو د نیول کېدو مخه ونیول شي.

د هلمند ترڅنګ د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر ځوانان د حزب تحریز د غړیتوب په تور نیول شوي دي. حزب تحریر هم د روان کال د غویي په پنځه یوې اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې د دې حزب غړي د طالبانو له خوا پرته له کوم قانوني حکم نیول او شکنجه کېږي.

یاده دې وي چې نړۍ کې یو شمیر هېوادونو د حزب تحریر فعالیت غیر قانوني اعلان کړی او بریتانیا بیا ویلي، چې دا حزب به په «تروریستي» ډلو کې شامل کړي.

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال امرالله صالح هم ویلي و، چې دا حزب په وزارت عدلیه کې ثبت نه دی او فعالیت یې په افغانستان کې غیر قانوني دی.