اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران او اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره له طالبانو سره اړینې مرستې وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر نن (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په موخه له طالبانو سره د مرستې غوښتنه کړې.
هغه زیاته کړې چې نړۍ باید په عین مهال کې له طالبانو وغواړي چې د سیاسي ټولشمولتوب د پیاوړتیا لپاره پام وړ اقدامات ترسره کړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ ډله د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو لپاره استفاده نه کوي.
د پاکستان لومړي وزیر پرون هم د چین له لومړي وزیر سره په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي و چې ټولې ترهګریزې ډلې چې په افغانستان کې میشتې دي، له منځه یوسي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې نه کارول کېږي.
طالبان د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر وړاندې د ګټې اخیستنې ادعاوې ردوي او پاکستاني چارواکي په خپل هیواد کې د امنیت په ساتلو کې په ناتوانۍ تورنوي.
د پاکستان لومړي وزیر همدا راز په خپله نننۍ وینا کې په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز ثبات د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو په ګټه بللی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې هیواد کې ثبات کولای شي د شانګهای همکارۍ سازمان د ټولو غړو هیوادونو لپاره ګټورې تجارتي او ترانزیټي لارې برابرې کړي او سیمهییز اتصال ته وده ورکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د سرمشرانو ۲۳مه غونډه نن په اسلاماباد کې د طالبانو له شتون پرته پیل شوه.
پاکستان چې دامهال د دې سازمان مشري په غاړه لري، طالبانو ته د دې ناستې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
افغانستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان په ناستو کې څارونکی غړی و، خو له کومه وخته چې طالبانو د دې هیواد واک ترلاسه کړی په دې سازمان کې د افغانستان څارونکی غړیتوب غیر فعال شوی او طالبانو ته د دې ناستې د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.