لغمان ته د طالباوو د امربالمعروف د وزیر سفر؛ خبریالانو ته د انځور اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې

اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو دې ولایت ته د طالبانو د امربالمعروف د سرپرست وزیر خالد حنفي د سفر خبر ورکړی دی.

په دې ولایت کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریال د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې خالد حنفي نن (دوشنبه،۳۰ د تلې) لغمان ته سفر کړی او د ولسي خلکو او دولتي چارواکو په یوې غونډه کې یې ګډون کړی. مګر خبریالانو ته د غونډې د خبري پوښښ او انځورونو اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د سرچینې په وینا، دا کار د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د سرپرست خالد حنفي په امر شوی او هغه خبریالان چې یادې غونډې ته د خبري پوښښ په موخه ورغلي وو، بیرته ستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې نه یوازې د خصوصي رسنیو بلکې په خپله د لغمان د رسنیو دفتر کارکوونکو ته هم د دې ناستې د خبري پوښښ او انځورونو اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په ورته مهال کې د لغمان ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خالد حنفي دې ولایت ته سفر کړی او د ولسي خلکو او دولتي چارواکو په یوه غونډه کې یې څرګندونې کړي دي.

په دې خبرپاڼې کې د غونډې او د حنفي کوم انځور نه دی خپور شوی او د لغمان د ولایت مقام انځور ورکړل شوی.

طالبانو تر دې وړاندې په خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د ژوندیو شیانو انځور اخیستل منع کړي و او ویلي و چې دا قانون به په تدریجي توګه پلی کوي.

دې ډلې تر اوسه په کندهار او تخار ولایتونو کې د ژوندیو شیانو انځور اخیستل منع کړي او د همدې پرېکړې له وجې په دې دواړو ولایتونو کې د افغانستان ملي ټلویزون تړل شوی او فعالیت یې درېدلی دی.