Photo: OCHA Afghanistan

ملګرو ملتونو په بشري چارو کې د طالبانو د لاسوهنې خبر ورکړی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې د سپټمبر میاشتې پر مهال مرستندویه بنسټونو په بشري چارو کې د لاسوهنې د ۱۷۳ پېښو خبر ورکړی چې ۹۸ سلنه یې د طالبانو له لوري وې.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۱ د لړم) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دا موارد د تېري میاشتې په پرتله ۳۱ سلنه او د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوې دي.

اوچا ویلي چې د دې لاسوهنو له امله ۸۳ پروژې په لنډمهالې توګه تړل شوې او همدا راز دوه مرستندوی مرکزونه هم د لنډ مهال لپاره بند کړل شوي دي او یوه پروژه هم له یوه ځایه بل ځای ته انتقال شوې ده.

د اوچا له راپور سره سم، په بشري مرستو کې د لاسوهنې عمده موارد له پرسونل سره تاوتریخوالی، په بشري امکاناتو او دارایي کې لاسوهنه او د هیواد په داخل کې د بېلابېلو ادارو، پرسونل او توکو محدودول دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې ۸۸ سلنه پېښې چې د سپټمر میاشتې پر مهال بشري پېښو فعالیتونو ته د لاسرسي خنډ ګرځېدلي، لامل یې د بشري فعالیتونو په ترسره کولو کې د طالبانو لاسوهنه وه.

اوچا ویلي چې په دې لړ کې ۷۳ داسې موارد دي چې په مستقیمه توګه د برنامو پر اجرا اغېز لري، ۳۵ ځلې د کارکوونکو په استخدام کې لاسوهنه شوې، ۱۹ ځلې د کارکوونکو حساس معلومات غوښتل شوي، پنځه ځلې د تدارکاتو په بهیر کې اغېزناکه مداخله، پنځه ځلې په بشري چارو کې د ښځو پر ګډون د محدودیت لګول، مرستې ته په پوښښ ورکولو کې درې ځلې مداخله، دوه ځله د غیر قانوني مالیې غوښتنه، دوه ځله د مرستې مصادره کول، یو ځلې د تفاهم‌لیک په لاسلیکولو کې ځنډ، یو ځلې د اسانتیاوو په تصرف کې لاسوهنه او یو ځلې مستحقو ښځو ته د خدماتو او مرستې مخنیوی.

د اوچا په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال تر ټولو زیاته مداخله په سپټمبر میاشت کې شوې چې ۳۵ مورده دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې دا لاسوهنې په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوې او ۲۴ پروژې په موقته توګه درول شوې دي.

اوچا په خپل راپور کې همدا راز ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له توشیح کېدو راهیسې د بشري چارو په فعالیتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت له لوري په ۴۷ مواردو کې د لاسوهنې په تړاو راپور ورکړل شوی چې ۱۳ موارد یې په سویل، نهه یې په شمال او نهه نور یې سویل ختیځو ولایتونو کې دي.

دې بنسټ ویلي چې په دې لړ کې د دفترونو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کولو لپاره د امکاناتو پلټل، د کارمندان نیول، د کاري چاپېریال بېلول، د تالاشي په ځایونو کې د ښځینه او نارینه کارمندانو درول، د محرمو معلوماتو غوښتل او د ښځینه کارمندانو ګواښل شامل دي.

د اوچا له راپور سره سم د افغانستان لپاره د بشري مرستو برنامه د سپټمبر میاشتې پر مهال د پرسونل، دارایي او بشردوستانه چارو پر خلاف د تاوتریخوالي تر اغېز لاندې وه چې په دې لړ کې نهه کارمندان نیول شوي او درې مرکزونه په اجباري توګه تړل شوي.

اوچا ویلي چې دې چارو په دوامداره توګه عملیاتي چاپېریال مختل کړی او د بشري پرسونل امنیت یې له خطر سره مخ کړی دی.

دې بنسټ زیاته کړې چې په هیواد کې دننه پر تګ-راتګ محدودیت هم د بشردوستانه ځواب په لړ کې اړتیا لرونکو لرو پرتو سیمو ته په لاسرسي کې یو خنډ دی.

طالبانو تر اوسه د اوچا د راپور په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې یې په بشردوستانه چارو او فعالیتونو کې لاسوهنه رد کړې.