خلیلزاد:واک ته بیرته د ټرمپ راستنېدنه د دوحې د توافق‌لیک د بشپړې پلي کېدا یو فرصت دی

FILE PHOTO: The U.S. special envoy for Afghanistan, Zalmay Khalilzad, speaks during a debate in Kabul, Afghanistan, April 28, 2019. REUTERS/Omar Sobhani/File Photo

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ټرمپ بیرته راستنېدنه د دوحې د توافق‌لیک د بشپړې او ټولو جزییاتو د پلي کېدا یو ښه فرصت دی.

ښاغلي خلیلزاد دا خبرې نن شپه (پنجشنبه، ۱۷ د لړم) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

د دوحې توافق‌لیک د امریکا او طالبانو تر منځ تر اوږدو خبرو-اترو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ لاسلیک شو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړه.

دا توافق‌لیک د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب عبدالغني برادر لاسلیک کړ.

تر دې توافق‌لیک وروسته طالبانو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو خپل بریدونه زیات کړل او په اخیر کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته د افغانستان پخوانی حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د دې ډلې په لاس سقوط شو.

د دوحې د توافق‌لیک د لاسلیک له وخته بیا تر اوسه، طالبانو او امریکا په ځلونو یو-بل د دې تړون په نقض تورن کړي دي.

د دې توافق‌لیک ځيني برخې خپرې شوې دي، خو یوه محرمه برخه یې لا هم پاتې ده او معلومه نه ده چې پر کومو شیانو توافق پکې شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته