د ټرمپ بیا راستنېدنه؛ «ملي مقاومت شورا»: هیله لرو چې د افغانستان په اړه پالیسۍ اصلاح شي

Photo Credit: AP

اطلاعات روز: په بهر کې د طالبانو سیاسي مخالفینو چې «د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» یادېږي د امریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب ته په غبرګون کې هیله ښوولې چې «د متحده ایالاتو نوې اداره به د افغانستان په اړه پالیسۍ اصلاح کړي او د افغانستان د خلګو غوښتنې ته چې ولسواکي او د قانون پر اساس حکومت غواړي، پاملرنه وشي.»

دې شورا نن (جمعه، ۱۸ د لړم) په اعلامیه کې ویلي: «په تأسف سره له افغانستانه د متحده ایالاتو فاجعه‌ناک او بې برنامې وتنه او د دوحې د ناکام توافق‌لیک له مخې طالبانو ته د هیواد سپارنې له وجې زموږ خاوره له تروریزم او افراطیت سره مخ شوې او له امله یې د افغانستان پخوانی حکومت او امنيتي بنسټونه نړېدلي، ښځې له ټولو جوړښتونو حذف شوې، پراخ جنایات ترسره شوي او له افغانستانه په میلیونونو انسانان کډوال شوي دي.»

«مقاومت شورا» زیاته کړې چې «هیله کېږي د امریکا نوی حکومت به هغه عوامل تشخیص کړي او پوښتنه به یې وکړي چې له کبله یې د امریکا د حکومت تر نوم لاندې په افغانستان کې اوسنی کړکېچ پېښ شو او د افغانستان په تړاو په راتلونکو اقداماتو کې پر داسې څېرو اتکا وکړي چې د افغانستان په تړاو یې لیدلوری بې پرې، عادلانه او د افغانستان د خلګو پر اراده ولاړ وي».

دې شورا زیاته کړې، لکه څرنګه چې ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې هیله ده چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړې پای ته ورسېږي او په افغانستان کې شته کړکېچ پای ته ورسېږي او په ټوله نړۍ کې عادلانه سوله رامنځ ته شي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په اړه د ټرمپ سیاست روښانه نه دی. ده د خپل کمپاین پر مهال په ځلونو له افغانستانه د وتلو پر ډول نیوکه کړې او هغه یې «شرموونکی» بللی.

ټرمپ په عین مهال کې هغه توافق‌لیک چې د خپلې پخوانۍ ولسمشرۍ پر مهال یې په قطر کې له طالبانو سره لاسلیک کړی و، «ښه توافق» بللی او دفاع یې ترې کړې.

د دوحې توافق‌لیک تر اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو او له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړه.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرمپ په راستنېدو فرصت برابر شوی چې د دوحې د توافق‌لیک ټول جزییات په بشپړه توګه پلي شي. ده په دې اړه نور توضیحات نه دې ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب ته په غبرګون کې ویلي چې دا ډله هیله لري چې دا هیواد به د متقابل تعامل په لړ کې واقعبیبنانه ګامونه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د دې ډلې او امریکا تر منځ د دوحې توافق‌لیک د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو او له امله یې «شل کلن اشغال» پای ته ورسېد.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه