په افغانسان کې د شیعه هزاره ګانو «نسل وژنه» او د هغوی پر وړاندې د نفرت خپرول

بسم الله علیزاده

د دې لیکنې لیکوال تېره میاشت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو پر اتو سرغړونو لیکل کړي و چې همدلته په اطلاعات روز کې خپاره شوي (دلته د لاسرسي وړ ده). دا لیکنه هم د هماغې دوام دی او د هزاره ګانو پر خلاف د «نسل وژنې» او د هغوی پر خلاف د نفرت خپرونې نهم بهیر یې را اخیستی دی.

پر شیعه هزاره ګانو په مشخصه توګه د هغوی د قومي او مذهبي هویت له وجې بریدونه شوي دي. دې بریدونو د طالبانو په واکمنۍ کې هم دوام کړی او «اسلامي امارت» په بېلابېلو بڼو د هغو په دوام کې مستقیم او غیر مستقیم رول درلودلی دی. د دې بریدونو مستندول او له بېلابېلو اړخونو لکه له حقوقي، ټولنپوهنې او سياسي اړخه یې تخنيکي ارزونه څیړنې او پراخ کار ته اړتیا لري.

د یوې کوچنۍ هڅې په توګه، د دې لیکنې لیکوال توانېدلی چې د طالبانو د ۳۸ میاشتو واکمنۍ پرمهال شاوخوا ۶۱ بریدونه تشخیص او په یوه نوملړ کې راټول کړي. په دې بریدونو کې ځانمرګي بریدونه، د ماین چاودنې، مستقیمې ډزې، د سر پرې کول او مرموزې وژنې شاملې دي. د دې بریدونو په پایله کې شاوخوا ۴۷۳ تنه وژل شوي او ۶۸۱ نور ژوبل شوي دي. د یادونې وړ ده چې دا شمیرې له هغو راپورونو او سرچینو را اخیستل شوي چې په دې لیکنه کې ترې استفاده شوې البته دقیق او واقعي ارقام تر دې زیات دي. په دې ۶۱ بریدونو کې ۱۲ د طالبانو د ځواکونو او افرادو، ۱۶ د داعش ډلې او یو برید د وسله والو کوچیانو له لوري شوي دي. د ۳۲ نورو بریدونو مسوولیت چې تقریبا د دې بریدونو نیمايي کېږي، نامشخص دی. بیا هم یادونه کوم چې دا موارد د هغو سرچینو پر اساس را اخیستل شوي چې په دې لیکنه کې استفاده شوي دي. د بشر حقونو د څار د سازمان له مستنداتو سره سم داعش ډلې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۲ کال تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو پر وړاندې د ۱۷ بریدونو مسوولیت منلی چې په دې بریدونو کې ۷۰۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې یو څېړنیز راپور ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو نهو میاشتو کې د هزاره ګانو پر خلاف لږ تر لږه نهه مرګوني بریدونه شوي چې ۱۰۰ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي. په یوه بله پېښه کې د ۱۴۰۱ کال د غویي د میاشتې پر شپږمه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ پنځه هزاره اوسېدونکې هغه مهال په بلخ ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شول چې د بلخ ولایت پر لور روان وو. په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستی راپور چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له ۲۴مې بیا د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي تر نهمې پورې موده په بر کې نیسي، ښيي چې په دې موده کې هزاره ګان او شیعه ګان د ټولو قربانیانو نيمايي برخه دي. د دې راپور تر خپرېدو وروسته بیا تر اوسه پورې بریدونه روان دي. د اطلاعات روز ورځپاڼې له راپور سره سم چې له دې اوو هدفي بریدونو څخه یې پنځه د همدې کال له تلې څخه بیا د غبرګولي تر میاشتو پورې ثبت کړي دي، د دې بریدونو له امله ۵۱ تنه وژل شوي او ۷۱ تنه نور ژوبل شوي. د یوناما درې میاشتنی راپور چې تقریبا همدا موده رانغاړي، همدا هدفي بریدونه چې په بغلان، کابل او هرات کې ترسره شوي ثبت کړي او ویلي یې دي چې له امله یې ۴۹ تنه وژل شوي او ۸۶ نور ژوبل شوي دي. اطلاعات روز ورځپاڼې د روان کال د وري او غويي میاشتو پرمهال په کابل، هرات، بامیان او ارزګان ولایتونو کې د هزاره ګانو پر خلاف څلور هدفي بریدونه ثبت کړي چې په مجموع کې یې له امله شپاړلس تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. د ریچارډ بېنټ له دویم راپور سره سم د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ بیا د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر ۳۰ پورې پر هزاره ګانو ۱۶ هدفي بریدونه شوي دي (بینټ، فبروري ۲۰۲۳) او د ده درېیم راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ له سپټمبر څخه بیا د ۲۰۲۴ کال تر جنوري پورې د شیعه هزاره ګانو پر خلاف اووه هدفي بریدونه شوي دي (بېنټ، ۲۰۲۴).

د بشریت پر خلاف له جنایت څخه بیا تر نسل وژنې: د هزاره ګانو پر خلاف د بریدونو حقوقي ماهیت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ریچاډ بېنټ درې میاشتنی راپور د دې بریدونو پر سیسټماټیک والي ټینګار کوي او تصریح کوي چې په دې بریدونو کې د بشریت پر خلاف د جنایت نښې لیدل کېږي. د بشر حقونو د څار سازمان په ګډون نور سازمانونه هم د هزاره ګانو پر خلاف بریدونه د بشریت پر خلاف جنایت بولي. یو شمېر نور سازمانونه، څېړونکي، د بشري حقونو مدافعین او پوهاندان تر دې هم وړاندې تللي او ټینګار کوي چې په دې سیسټماټیکو بریدونو کې د نسل وژنې نښې په واضحه توګه موندل کېږي. د امریکا متحده ایالاتو د هولوکاسټ د یادساتنې موزیم لومړنی سازمان و چې په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو لږ وروسته یې د یوې اعلامیې له لارې اندیښنه وښوده چې د افغانستان هزاره ګان د بشریت پر خلاف له جنایت او نسل وژنې سره مخ دي. په دې برخه کې یوه بل مطرح بنسټ د نسل وژنې د څار بنسټ دی او دا بریدونه یې د نسل وژنې د جرم مصداق بللي. یو بل سازمان د امریکا د عدالت غوښتنې د وکیلانو بنسټ دی، دوی د ۲۰۲۴ کال پرمهال په خپله کلنۍ غونډه کې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ او په هغه کې یې د هزاره ګانو پر خلاف هدفي بریدونه د نسل وژنې مصداق وبلل.

الف) د بشریت پر خلاف د جرایمو او نسل وژنې توپیر څه دی؟

په نړیوالو حقوقو کې دوو مهمو سندونو دا جرم تعریف کړی دی. د نسل وژنې د مخنيوي او مجازاتو د کنوانسیون چې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر ۹مه تصویب شوی، په دویمه ماده کې نسل وژنه داسې تعریف شوې ده: «هغه لانديني تشریح شوي اعمال چې د یوې ملي، قومي، نژادي او مذهبي ډلې د بشپړې یا یوې برخې د ختمولو په موخه ترسره شي: ۱) د هغې ډلې د غړو وژنه؛ ۲) دې ډلې ته د منسوبو افرادو جسمي یا روحي روغتیا ته سخته صدمه رسول؛ ۳) د دې ډلې غړي په قصدي توګه د ژوند په داسې نامناسبو شرایطو کې ساتل چې په کلي یا هم جزي توګه د هغوی د جسمي قوې د ختمېدو لامل شي؛ ۴) داسې اقدامات کول چې د دې ډلې ترمنځ د اولاد زیږېدنې مخنیوی وکړي؛ ۵) د دې ډلې ماشومان بلې ډلې ته په جبري توګه انتقالول.

شاوخوا نیمه پېړۍ وروسته چې کله په ۱۹۹۸ کال کې د ورم د اساسنامې نړیوال جزايي دیوان تصویب شو، نو په شپږمه ماده کې یې د نسل وژنې همدا تعریف ولیکل شو. د دې سند په اوومه ماده کې د بشریت پر خلاف د جنایت تعریف داسې شوی دی: «په دې اساسنامه کې د راغلو مقاصدو له مخې «د بشریت پر خلاف جنایت» د یوې ملکي ډلې پر خلاف په برید کې په پراخه او سازمان یافته بڼه د لاندینیو اعمالو ترسره کول دي: الف) وژنه؛ ب) نابودول؛ ج) غلامول؛ د) د خلکو اخراج یا جبري انتقال؛ هـ) بندیانول د جسمي ازادۍ د شدید محرومیت نورې بڼې چې د نړیوالو حقوقو د اساسي مفادو نقض پکې شوی وي؛ و) شکنجه؛ ز)  جنسي تېری، جنسي غلامي، جبري فحشا، جبري حامله‌توب، جبري عقیم‌والی، یا هم په همدې کچه بل هر ډول جنسي تاوتریخوالی؛ ح) د سياسي، نژادي، ملي، قومي، کلتوري، مذهبي، جنسي، لکه څرنګه چې په ۳ بند کې مشخص شوي دي، یا هم د نړیوالو قوانینو له مخې د نړۍ په کچه د هغو نورو دلایلو له مخې چې د دې بند له اعمالو سره تړاو ولري، یا هم د بل هر هغه جرم له وجې چې د دې محکمې صلاحیت وي او د یو غیر مجاز عمل په توګه په رسمیت پېژندل شوی وي، د یوې ډلې یا یو یو شمېر مشخصو وګړو ځورول او تعقیب؛ ط) د افرادو جبري ورکوالی؛ ی) د نژادپالنې جنایت؛ ک) نور غیر انساني اعمال چې ورته ځانګړنې ولري او هدف یې د افرادو جسمي یا رواني روغتیا ته په قصدي توګه درد او رنځ ورکول او سخت زیان رسول وي.

که په لنډه توګه ووایو د نسل وژنې او د بشریت پر خلاف د جرایمو توپیر دادی چې د نسل وژنې په جرم کې د یوې ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ډلې «هستي» او «موجودیت» جرم ګڼل کېږي او غړي یې پر همدې اساس او د همدې جرم او له دې ډلې سره د تړاو په جرم د نابودولو وړ ګڼل کېږي. د بشریت خلاف جرایمو کې د قربانیانو «ملکي‌توب» یا هم «غیر نظامي‌توب» او د اساسنامې په اوومه ماده کې د راغلو اعمالو نوملړ د تعریف او تفکیک اساس دی. دا تخنيکي او حقوقي تعریف چې په دې اسنادو کې راوړل شوی مقید او محدود دی. دا موارد د نسل وژنې مادي عنصر جوړوي. له مادي عنصر پرته په دې لړ کې د معنوي عنصر ثابتول هم لازم دي؛ یعني د یوې ملي، نژادي، قومي یا مذهبي ډلې د یوې برخې او یا ټولې ډلې د له منځه وړلو «نیت/اراده».

د نسل وژنې د پیژندنې او مطالعې په لړ کې د شته تیوریانو له مخې دا مفهوم او مقوله په پراخه توګه مطرح کېږي. رافایل لیمکن هغه لومړنی حقوقپوه دی چې په لومړي ځل یې د «نسل وژنې» مفهوم مطرح کړ او د یوې ملي، نژادي، قومي او مذهبي ډلې نابودول او د ټولنیز بنسټ له منځه وړل د نسل وژنې د تعریف اساس بولي. ښاغلي لیمکن په دې تعریف کې د ژوند تعریف تر بیولوژیکي ژوند پراخ ګڼلی دی او ټولنیز، سياسي، کلتوري او اخلاقي/وجداني اړخونه یې هم په خپل تعریف کې شامل کړي دي. د نسل وژنې په وروستیو تیوریانو کې د دې جرم تعریف له سياسي ډلو سره هم تړاو پیدا کوي.

ب) پر هزاره ګانو بریدونه له کومې ډلبندۍ سره تړاو لري؟

په دې اړه تقریبا د نظرونو اتفاق دی چې پر هزاره ګانو په کېدونکو بریدونو کې د بشریت پر خلاف د نه منلو وړ جرایمو نښې موندل کېږي. د ملګرو ملتونو بېلابېلو څانګو، د بشري حقونو سازمانونو، څېړونکو، پوهاندانو او عدالت غوښتونکو په دې اړه په پراخه کچه لیکل او خبرې کړې دي. د نسل وژنې د بحث په تړاو هم باید وویل شي چې پر هزاره ګانو په کېدونکو بریدونو کې ګڼ شمېر داسې عناصر مشاهده کېدلای شي. د بېلګې په توګه، د دې ډول وژنې یوه وروستۍ بېلګه د دایکندي ولایت د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالۍ د «قریودال» سیمې د اوسېدونکو وژنه ده چې د سږ کال د وږي د میاشتې پر ۲۲مه د دایکندي په سرحدي سیمه کې پېښه شوه. دا برید چې د څلورو نامعلومو موټرسایکل سپرو له خوا ترسره شو او وروسته یې پړه داعش خراسان ډلې ومنله، قربانیان یې یوازې د خپل قومي او مذهبي هویت له کبله په بدترینه توګه ووژل شول. پر ښوونځیو، زده کړییزو مرکزونو، د واده پر تالارونو، روغتونونو او نورو ملکي ځایونو ګڼ نور ترسره شوي بریدونه د نسل وژنې نښې لري. د ارزګان ولایت د جوی‌نو سیمې د هزاره ګانو وژنه یوه بله بېلګه ده. د ځینو سرچینو په وینا، تر اوسه د ارزګان د ‌جوی‌نو سیمې ۱۷ اوسېدونکي وژل شوي دي. د ارزګان په پېښه کې د هغې سیمې د هزاره ګانو د کلي یا یوې برخې د نابودۍ اراده هم مشاهده کېدلای شي. له ۱۳۸۹ کال راهیسې د طالبانو د زیاتو فشارونو له امله باغچار هزاره مېشتې سیمه له هزاره ګانو تخلیه شوه او د ارزګان په ‌جوی‌نو کې هم له شاوخوا ۵۰۰ هزاره کورنیو څخه یوازې ۲۰۰ هزاره کورنۍ پاتې دي (جاده ابریشم، قلع‌وقمع:۳).

د نیت په اړه باید څو خبرو ته پام وشي: لومړی، د بریدونو بېلګې. د هزاره ګانو پر خلاف هدفي بریدونه چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې پیل شوي او په تدریجي توګه زیات شوي او کوم وخت چې داعش خراسان ډله را پیدا شوه او په تړاو یې ګڼ ابهامات شته، د دې بریدونو بڼه بدله شوه او ورو-ورو یې لمن د هزاره ګانو تر ورځني ملکي ژوند پورې پراخه شوه. له ورځنیو عمومي نقلیه وسایطو څخه واخله تر کلتوري او زده کړییزو مرکزونو، د واده تر تالارونو، زېږنتونونو، ورزشي مرکزونو، مذهبي ځایونو او ولسي غونډو پورې هر څه د بریدونو هدف وګرځېدل. د دې وضعیت مطلب دادی چې د هزاره ګانو پر ورځني ژوند مرګ سیوری اچولی او هره شېبه ورته په کمین کې دی. دویم، د بریدونو تکرار. شاوخوا یوه نیمه لسیزه کېږي چې دا بریدونه روان دي او هیڅ داسې نښې نه ښکاري چې ختم به شي. یا هم په بل عبارت، دا بریدونه د هزاره ګانو ترمنځ د «راتلونکې» «هیله» له منځه وړي. درېیمه موضوع چې دلته باید ورته پاملرنه وشي، د د داعش خراسان ډلې له لوري د هغو اعلامیو منځپانګه او محتوا ده چې د مسوولیت د اخیستنې په پار خپرېږي. د یوناما له راپور سره سم، داعش خراسان ډلې د شیعه هزاره ګانو پر وړاندې بریدونه د «هر ځای چې مو وموندل، ویې وژنئ» د کمپاین په لړ کې کړي او مسوولیت یې اخیستی دی (د یوناما راپور، د ۲۰۲۴ کال له جنوري تر مارچ، ص. ۲). دا ټول موارد د نسل وژنې د جرم پر «نیت» او «معنوي عنصر» دلالت کوي.

د هزاره ګانو پر خلاف په نسل وژونکو بریدونو کې د طالبانو رول څه دی؟

طالبان په دې ادعا سره چې «موږ امنیت راوستلی دی» د هزاره ګانو له نسل وژنې انکار کوي. د نسل وژنې د جرم په سیاق کې همدا «انکار» په خپله ویلو ته ډېر څه لري او د ډاکټر ګریګوري ستنتون په شمول د دې برخې یو شمېر پوهان انکار د نسل وژنې له لسو مرحلو څخه یوه مرحله ګڼي مګر دلته د طالبانو رول تر انکار زیات دی. لکه څرنګه چې وړاندې هم وویل شول چې د یو شمېر بریدونو او هدفي وژنو مسوولیت د دې ډلې د ځواکونو پر غاړه دی. له دې سره-سره، طالبان د یوې داسې ډلې په توګه چې د دولت ځای یې نیولی د دې موقف مسوولیت هم لري. په دې مشخص مورد کې طالبان د هزاره ګانو د امنیت د تأمین او د ملکي وګړو د خوندیتوب مسوولیت لري او په دې موضوع کې کوتاهي د دوی مسوولیت دی. له دې مواردو سره-سره، له دوو نورو اړخونو هم طالبان د هزاره ګانو پر خلاف د نسل وژنې په تاوتریخوالي کې پړه ګڼل کېږي: لومړی د شیعه هزاره ګانو په وړاندې د نفرت خپرولو له وجې او دویم هغو ډلو ته د فعالیت او بریدونو د زمینې برابرولو له وجې چې د هزاره ګانو د نسل وژنې مسوولیت لري.

الف) د هزاره ګانو پر خلاف د نفرت خپرول: زمینه سازي او د نسل وژنې توجیه

د شیعه هزاره ګانو پر وړاندې نفرت خپرول هم اندېښمنوونکي دي. د ریچارډ بېنټ په راپور کې ویل شوي چې پر مجازي فضا او د جمعې په یو شمېر خطبو کې د هزاره ګانو پر خلاف د نفرت خپرول او د هغوی وژنې ته د بلنې په شمول اندېښمنوونکې موضوع ده. د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ میاشتې پرمهال د طالبانو محتسبینو په بامیان پوهنتون کې شعیه هزاره استادانو او زده کړیالانو ته د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» د توصیې تر څنګ هغوی «مرتد» بللي وو او ویلي یې وو چې دوی شیعه ګان نیکې لارې ته هدایت کوي. د دې یوه بله بېلګه په مالستان ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال عبدالله منتقم له لوري د شیعه هزاره ګانو «مشرک» بلل دي چې د روان کال د حمل میاشتې پر شپاړسمه یې د مالستان ولسوالۍ په یوه مسجد کې د خلکو په مخ کې ويلي و. په عین مهال کې، د سږ کال د غبرګولي میاشتې پر څلورمه په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر آمر د دې ولایت شیعه‌مذهبه وګړي تورن کړي چې له اسلامي کلتور او لارښوونو سره اشنا نه دي. د دې یوه بله بېلګه د طالبانو د ملاتړي ملا مولوي یحیا عنابي ویناوې دي. نوموړي د روان کال د چنګاښ میاشتې پر مهال په پنجشیر کې له منبره د وینا پر مهال د سیما سمر او ډاکټر حبیبې سرابي نوم واخیست او د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر خلاف یې له نفرته ډکې، جنسیت ځلې او نژادپالې څرګندونې وکړې. د دې خبرو ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو په پراخه کچه خپرې شوې دي. تر دې څو میاشتې وړاندې هم نوموړي ظاهرا په همدې مسجد کې ورته خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي حکومت دنده لري چې هغه هزاره نجونې چې کاوبای پتلون اغوندي ونیسي او وهل-ټکول ورکړي. طالبانو د داسې نفرتونو د خپرېدو پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی.

ب) د طالبانو تر واک لاندې په مساعده شوې فضا کې د تروریستي ډلو فعالیت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له وروستي راپور سره سم، داعش خراسان ډله چې عموما شیعه ګان په نښه کوي د القاعدې په ګډون یوه له هغو ترهګرو ډله څخه ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور څرګندوي چې القاعده چې د شیعه ګانو دښمنه ډله ګڼل کېږي، خپلو پلویانو ته یې امر کړی چې افغانستان ته هجرت وکړي او داعش خراسان ډله هم په افغانستان کې فعاله ده او د خپل فعالیت د پراخولو هڅه کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راپور سره سم، ځینو ترهګرو سازمانونو په ځانګړې توګه القاعدې د «اسلامي امارت» په چوکاټ کې نفوذ هم کړی دی. ځينې نور راپورونه هم شته چې وايي طالبانو په غزني ولایت کې چې له اکثریت هزاره مېشتو سیمو سره پوله لري، د القاعدې لپاره یو او د پاکستاني طالبانو لپاره درې ښارګوټي جوړ کړي دي. دې مواردو ته په پام سره، هزاره ګان نه رواني امنیت لري او نه هم پر خپل ځاني امنیت ډاډه دي؛ بلکې په زیاتېدونکې کچه او دردمندانه توګه د وېري په حالت کې ژوند کوي. کله چې ترهګرې ډلې چې د دې بریدونو مسوولې ګڼل کېږي، په افغانستان کې شته وي، د دې معنا داده چې د هزاره ګانو د امنیت هیڅ تضمین نشته؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې طالبانو په دې برخه کې هیڅ سیاسي اراده نه ده ښوولې بلکې په ځینو هدفي بریدونو او همدا راز د هزاره ګانو پر خلاف د نسل وژونکو بریدونو لپاره په نفرت خپرولو او زمینې برابرولو کې هم ښکېل دي.

څه باید وشي او څه کېدلای شي؟

په افغانستان کې چې کوم وضعیت دی، په ځانګړې توګه یوه لور ته د بنسټپالنې بنسټیز کېدل او بل لور ته د ترهګرو ډلو وده، د هزاره ګانو د نسل وژنې زمینې ژوروي، پراخوي او عادي کوي یې. د بریدونو ماهیت بدل شوی او «هر ځای» او «هر وخت» کېږي.  مسوولې ډلې هم په بشپړ مصونیت سره فعالیت کوي. د هزاره ګانو د نسل وژنې په تړاو د عمومي غبرګون کچه هم په اخلاقي او سازماندهي کچو د وګړو پاشلتیا ښيي. نړیوال مسوول بنسټونه هم په سیمه او نړۍ کۍ د روان وضعیت له امله خپل مشروعیت او موضوعیت بايلي. همدا راز پر عمومي روان د ناهیلۍ او ستړیا څرکونه هم ښکاري. په داسې حالت کې دې پوښتنې ته چې «څه باید وشي او څه کېدلای شي؟» ځواب ورکول ستونزمن او ناهیلي کوونکي دي.

خو ځیني کارونه کولای شو. تر هر څه لومړی، باید له شته ابزارو څخه په استفادې هڅه وکړو ترڅو د عدالت غوښتنې د یوې برخې په توګه منسجم، سازمان شوی او حرفه‌يي فعالیت وکړو ترڅو پر طالبانو فشار راوړو چې د هزاره ټولنې امنیت وساتي. په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو د عمل وړ انتخاب همدا دی. دویم، د باوري او پیاوړي میکانیزم د رامنځته کولو له لارې د مستندسازۍ او عدالت غوښتنې لپاره هلې-ځلې وکړو. درېیم، د هزاره ګانو د نسل وژنې او د هزاره ګانو په تړاو د بشریت پر خلاف د جنایت موضوع د نړیوالې جنایي محکمې د هڅو په ګډون د نړیوالو حقوقي ابزارو له لارې په ټولیزه توګه تعقیب کړو. په دې لړ کې هم عدالت غوښتنه وکړو او فشار راولو او هم له داسې بنسټونو سره بنسټیزه، پراخه او تخنيکي همکاري وکړو.

د هزاره ګانو پر خلاف د بریدونو نوملړ: د ۱۴۰۰ کال د زمري د میاشتې له ۲۴مې بیا د ۱۴۰۳ کال تر وږي پورې

شمېرهد برید نېټهد برید ډولد برید ځایمسوولوژل شويژوبلسرچینه
۱۳۰ آگست ۲۰۲۱هدفي بریدکاهور کلی، ولسوالی خدیر ولایت دایکندیطالبان۱۳ (د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ په شمول) د بښنې د نړیوال سازمان څېړنیز راپور،  اینجا.
۲۱۸ سپتامبر ۲۰۲۱د ماین چاودنهد عرفاني ښارګوټي پر څلوېښت متره سړک چاودنهنامعلوم ۲گزارش شبکه‌ی تحلیل گران افغانستان، اینجا.
۳۲۸ سپتامبر ۲۰۲۱مرموزه وژنهپر هزاره ورزشکار جعفر حیدري مستقیمې ډزېنامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۴۲ اکتوبر ۲۰۲۱مرموزه وژنهد ۱۱ کلنې هزاره نجلۍ فروزان مړی، د کابل په اتلسمه حوزه کې پیدا شونامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۸ اکتوبر ۲۰۲۱ځانمرګی بریدخان اباد، کندز ولایت، د سید اباد پر مسجد ځانمرګی بریدداعش خراسان۵۰۱۰۰گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۶۱۵ اکتوبر ۲۰۲۱ځانمرګی بریدپه کندهار کې د شیعه ګانو پر مسجد وسله وال او ځانمرګی بریدداعش خراسان۴۰لسګونه ټپیانگزارش اطلاعات روز، اینجا.
۷۲۶ اکتوبر ۲۰۲۱مرموزه وژنهد غزني د قره باغ پر پوله د پنځو هزاره ګانو مړي پیدا شول چې مخونه یې توږل شوي وونامعلوم۵ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۸۱۳ نوامبر ۲۰۲۱ماین چاودنهپه دشت برچي کې پر ټونس موټر چاودنهداعش خراسان۶۷گزارش شبکه‌ی تحلیل گران افغانستان، اینجا.
۹۱۷ نوامبر ۲۰۲۱ماین چاودنهد دشت برچي په نقاش کې پر ټونس ډوله موټر چاودنهداعش خراسان۱۶گزارش شبکه‌ی تحلیل گران افغانستان، اینجا.
۱۰۱۵ نوامبر ۲۰۲۱ماین چاودنهپه کوټه سنګي کې پر ښاري موټر چاودنهداعش خراسان ۲گزارش شبکه‌ی تحلیل گران افغانستان، اینجا.
۱۱۱۰ دسامبر ۲۰۲۱درې چاودنېدرې چاودنې؛ یوه د شهید مزاري د مصلا پر وړاندې، دویمه د شهید مزاري په څلور لارې کې او درېیمه په دهبوري کېداعش خراسان۲۴گزارش شبکه‌ی تحلیل گران افغانستان، اینجا.
۱۲۲۵ دسامبر ۲۰۲۱په چاقو سره هدفي بریدد کندهار ښار په اوله ناحیه کې د امام علي د مسجد پر ملا امام په چاقو سره هدفي بریدداعش خراسان ۴گزارش شبکه‌ی تحلیل گران افغانستان، اینجا.
۱۳۱۳ جنوری ۲۰۲۲مخامخ ډزېپه دشت برچي کې پر زینب عبداللهي مخامخ ډزېطالبان۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۱۴۱۷ جنوری ۲۰۲۲مخامخ ډزېد هرات په جبریل ښارګوټي کې پر دوو هزاره ګانو مخامخ ډزېطالبان۲ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۱۵۲۲ جنوری ۲۰۲۲ماین چاودنهد هرات ښار د دوولسمې ناحې یې په حاجي عباس سیمه کې پر فلانکوچ موټر چاودنهنامعلوم۶۱۰گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۱۶۲۰ فبروری ۲۰۲۲مرموزه وژنهد مالستان اوسېدونکی نادرشاه چې د څارویو د اخیستلو په نیت خاص ارزګان ته تللی و، ووژل شونامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۱۷۲۵ فبروری ۲۰۲۲مرموزه وژنهد فارسي ادبیاتو ماسټر عزیز الله وفا، د کابل ښار په اتلسمه ناحیه کېنامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۱۸۶ مارچ ۲۰۲۲مرموزه وژنهد یوې ځوانې هزاره نجلۍ مړی د کابل په اتلسمه حوزه کې په کثافاتو کې وموندل شونامعلوم‍‍۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۱۹۷ مارچ ۲۰۲۲مرموزه وژنهعارف مرادي د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ تبر کلي ته پر لاره په ډزو ووژل شونامعلوم  گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۲۰۲۶ مارچ ۲۰۲۲مرموزه وژنهد یوې ځوانې هزاره نجلۍ مړی د کابل په شپږمه حوزه کې وموندل شونامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۲۱۳۱ مارچ ۲۰۲۲مرموزه وژنهد حسن قانوني سوځل شوی مړی د هرات د انجیل ولسوالۍ په ریګریشن سیمه کې وموندل شونامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۲۲اول اپریل ۲۰۲۲ (۱۲ حمل ۱۴۰۱)ماین چاودنه (دوې پرلپسې چاودنې)د خلکو ترمنځ چې د هرات د جبریل ښارګوټي په ۱۹ توحید کوڅه کې یې «سنګ‌ګیرک» لوبه کولهنامعلوم۶۲۳هفته‌نامه‌ی جاده ابریشم، «خشم و خون: گزارشی از کشتار و حذف هزاره‌ها در هرات»، ص. ۵
۲۳اول اپریل ۲۰۲۲هدفي وژنهیوه ځوانه هزاره قابله نفیسه لومړی د طالبانو له لوري شکنجه شوې، پښې یې غوڅې شوې او بیا په ډزو وژل شوېطالبان‍۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۲۴۱۹ اپریل ۲۰۲۲ځانمرګی بریدد عبدالرحیم شهید عالي لېسهنامعلوم۱۸۴۴یوناما، «گزارش پیرامون تاثر مواد منفجره تعبیه شده بالای افراد ملکی: ۱۵ آگوست ۲۰۲۱ تا ۳۰ می ۲۰۲۳».
۲۵۱۹ اپریل ۲۰۲۲ځانمرګی بریدممتاز زده کړییز مرکزنامعلومځايي سرچینو ویلي چې په دواړو بریدونو کې ټول ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۲۶۲۱ اپریل ۲۰۲۲ځانمرګی بریدمسجد سه دکان، مزار شریفداعش خراسان۳۱۸۷گزارش دیدبان حقوق بشر، اینجا.
۲۷۲۷ اپریل ۲۰۲۲ځانمرګی بریدد سمنګان په دره صوف کې د معدن پر پنځو کاریګرو بریدنامعلوم۵ گزارش فوق از دیدبان حقوق بشر.
۲۸۲۸ اپریل ۲۰۲۲ماین چاودنهپر هغه ښاري بس موټر چاودنه چې هزاره ګان پکې سپاره وو، مزار شریفنامعلوم۹۱۳گزارش فوق از دیدبان حقوق بشر.
۲۹۳۰ پریل ۲۰۲۲ماین چاودنهد کابل په دشت برچي کې پر کاسټر ډوله موټر چاودنهنامعلوم۳۲گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۳۰۲۳ جون د جولای لومړیو پورې ۲۰۲۲د طالب وسله والو برید او د بلخاب ولسوالۍ محاصرهد هزاره ملکي وګړو صحرايي محکمهنیروهای طالبانریچارډ بینټ ۱۰ تنه ثبت کړي، اطلاعات روز تر ۵۰ زیات ریچارد بنت، سپتامبر ۲۰۲۲؛ اطلاعات روز، اینجا.
۳۱۱۴ می ۲۰۲۲هدفي وژنهد بهسود ولسوالۍ د سیاه خاک سیمې په سرچشمه کې د کوچیانو له لوري د احمد د میرزا د زوی وژلکوچی‌ها۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۳۲۲۵ می ۲۰۲۲پرلپسې درې چاودنېد مزار شریف په پنځمې او لسمې هزاره مېشتو حوز کې پر مسافر وړونکو موټرو درې چاودنې نامعلوم۹۱۵گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۳۳۲۶ جون ۲۰۲۲هدفي بریدد محمد مرادي پر کور برید، چهار اسیاب، لعل وسرجنګل، غور ولایت  طالبان۶ (د یوې ۱۲ کلنې نجول په شمول) گزارش سازمان عفو بین الملل، اینجا.
۳۴۶ آگست ۲۰۲۲ماین چاودنه داعش خراسان۳۵۴یوناما،  گزارش فوق، ص. ۱۰
۳۵۷ آگست ۲۰۲۲ماین چاودنهپر ښاري بس موټر چاودنه، دشت برچيداعش خراسان۲۲۲یوناما، گزارش فوق، ص. ۱۰
۳۶۳۰ سپتامبر ۲۰۲۲ماین چاودنهکاج زده کړییز مرکزنامعلوم۵۴۱۱۴یوناما، گزارش فوق، ص. ۱۰
۳۷۲۵ نوامبر ۲۰۲۲د ملکي هزاره وګړو صحرايي محکمهنیلی، دایکندینیروهای طالبان۸ (به شمول ۴ پسر بین ۱ تا ۱۴ ساله) گزارش ویژه ریچارد بنت، فبروری ۲۰۲۳.
۳۸۱۸ آگست ۲۰۲۳ (د حاجي بوستان) هدفي وژنهجوی نو، ارزگان خاصنامعلوم۱ هفته‌نامه‌ی جاده ابریشم، «قلع و قمع: گزارشی از دور جدید نسل‌کشی در ازرگان»، ص. ۳
۳۹۱۲ سپتامبر ۲۰۲۳د (سید امیر علوي) هدفي وژنهجوی نو، ارزگان خاصنامعلوم۱ همان، ص. ۳
۴۰۲۱ سپتامبر ۲۰۲۳د سر پرې کول (حاجي حسن او زوی یې علیخان)جوی نو، ارزگان خاصنامعلوم۲  
۴۱۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳د یوه شیعه-هزاره روحاني هدفي وژنهخاشرود کلی، ولسوالی انجیل هراتنامعلوم۱ هفته‌نامه‌ی جاده ابریشم، «خشم و خون: گزارشی از کشتار و حذف هزاره‌ها در هرات»، ص. ۶
۴۲۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳ځانمرګی بریدد شیعه ګانو مسجد، پلخمري ښارداعش خراسان۲۱۳۰گزارش یوناما از وضعیت حقوق بشر در افغانستان از اکتوبر تا دسامبر ۲۰۲۳، ص. ۴
۴۳۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳ځانمرګی بریدد هرات په جبریل ښارګوټي کې د یوه هزار-شیعه روحاني وژلنامعلوم۱ همان، ص. ۴
۴۴۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳ځانمرګی بریدپه دشت برچي کې ورزشي لوبغالیداعش خراسان۸۳۵گزارش یوناما از وضعیت حقوق بشر در افغانستان از اکتوبر تا دسامبر ۲۰۲۳، ص. ۴
۴۵۷ نوامبر ۲۰۲۳ماین چاودنهپر ښاري نقلیه وسیلې چاودنه، دشت برچيداعش خراسان۱۱۲۱همان، ص. ۴
۴۶۱۰ نوامبر ۲۰۲۳ (۱۹ د لړم ۱۴۰۲)هدفي وژنهسیاه سنگ کلی، خم‌شور سیمه، ولسوالی لعل‌وسرجنگل ولایت غورنامعلوم۲ هفته‌نامه جاده ابریشم، اینجا.
۴۷۲۳ نوامبر ۲۰۲۱هدفي وژنهد هرات په جبریل ښارګوټي کې د دوو هزاره-شیعه روحانیونو وژلنامعلوم۲ همان، ص. ۴
۴۸اول دسامبر ۲۰۲۳هدفي وژنهد هرات په جبریل ښارګوټي کې پر یوې ریکشې وسله وال بریدنامعلوم۶ همان، ص. ۴
۴۹۶ جنوری ۲۰۲۴چاودنهد کابل په دشت برچي کې پر بس موټر چاودنهداعش خراسان۵۲۰گزارش یوناما از وضعیت حقوق بشر در افغانستان از جنوری تا مارچ ۲۰۲۴، ص. ۲
۵۰۱۱ جنوری ۲۰۲۴چاودنهد کابل په دشت برچي کې چاودنهنامعلوم۳۳۵همان، ص. ۲
۵۱۱۹ مارچ ۲۰۲۴مخامخ ډزېقلعه امیر محمد خان، غزنی ښارطالبان۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۲۲۱ مارچ ۲۰۲۴هدفي بریدپه خاص ارزګان کې د یوې هزاره کورنۍ پر غړو وسله وال بریدنامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۳۲۴ مارچ ۲۰۲۴مخامخ ډزېد کابل ښار اتلسمه حوزهطالبان۲ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۴۲۴ مارچ ۲۰۲۴مخامخ ډزېزارع، بلخطالبان۲ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۵۷ اپریل ۲۰۲۴مرموزه وژنهرسول اکرم ښارګوټی، دشت برچی، کابلنامعلوم۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۶۲۰ اپریل ۲۰۲۴چاودنهد کابل په لوېدیځ کې په ګولایی دواخانه کې پر ښاري بس موټر چاودنه  داعش خراسان۱ (د اطلاعات روز په وینا)۴گزارش یوناما از وضعیت حقوق بشر در افغانستان از اپریل تا جون ۲۰۲۴، ص. ۲
۵۷۲۹ اپریل ۲۰۲۴هدفي بریدپه امام زمان مسجد کې پر شیعه لمونځ کوونکو هدفي برید، ولسوالی گذره هراتنامعلوم۶۱همان، ص. ۳
۵۸۱۶ می ۲۰۲۴مخامخ ډزېپه غزني ښار کې پر یوې هزاره ښځې د طالبانو د استخباراتو د یوه غړي مخامخ ډزېعضو استخبارات طالبان۱ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
۵۹۱۷ می ۲۰۲۴ډزېپه بامیانو کې پر سیلانیانو ډزې  نامعلوم۲ هزاره ګان ووژل شول؛ ۳ درې بهرنیان؛ یو طالب۲ زخمی هزارهگزارش اطلاعات روز، اینجا.
۶۰۱۱ جولای ۲۰۲۴ (۲۱ سرطان ۱۴۰۳)مخامخ ډزېد هرات په جبریل ښار ګوټي کې پر یوه هزاره معترض حبیب ډزېنیروهای طالبان۱ هفته‌نامه‌ی جاده ابریشم، «خشم و خون: گزارشی از کشتار و حذف هزاره‌ها در هرات»، ص. ۷
۶۱۱۲ سپتامبر ۲۰۲۴هدفي بریدد غور او دایکندي پر پوله د هزاره زیارتوالو وژلداعش خراسان۱۴۴گزارش دیدبان حقوق بشر، اینجا؛ گزارش اطلاعات روز، اینجا.
ټول۶۱ بېلابېل بریدونه  ۴۷۳ وژل شوي۶۸۱ ژوبل۱۱۵۴ عمومي مرګژوبله

سرچینې:

جلیل رونق، «ناامن‌سازی هدف‌مند زندگی هزاره‌ها در حاکمیت طالبان: گزارشی از قتل، شکنجه و اخاذی از هزاره‌ها در سه ماه اول امسال»، اطلاعات روز، ۱۳ جوزای ۱۴۰۳. دلته د لاسرسي وړ دی.

خالد محمدی، «کشتار هزاره‌ها در دایکندی؛ مهاجمان تعقیب نشدند»، روزنامه اطلاعات روز، اینجا در دسترس است.

ریچارد بنت، گزارش‌گر ویژه ملل متحد برای نظارت بر حقوق بشر در افغانستان، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان»، نهم سپتامبر ۲۰۲۲. اینجا در دسترس است.

ریچارد بنت، گزارش‌گر ویژه ملل متحد برای نظارت بر حقوق بشر در افغانستان، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان»، نهم فبروری ۲۰۲۳. اینجا در دسترس است.

ریچارد بنت، گزارش‌گر ویژه ملل متحد برای نظارت بر حقوق بشر در افغانستان، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان»، ۲۳ فبروری ۲۰۲۴. اینجا در دسترس است.

سازمان دیدبان حقوق بشر، «یادداشتی به آقای فریدون سینیرلی‌اوغلو»، ۲۶ جولای ۲۰۲۳. اینجا در دسترس است.

سازمان دیدبان حقوق بشر، «افغانستان: افزایش حملات داعش بر شیعیان»، ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱. اینجا در دسترس است.

سازمان عفو بین‌الملل، «افغانستان: گزارش جدید – ۱۳ هزاره توسط نیروهای طالبان در ولایت دایکندی کشته شدند»، ۵ اکتوبر ۲۰۲۱. اینجا در دسترس است.

سازمان عفو بین‌الملل، «افغانستان: تحقیق جدید – طالبان در حمله هدفمند هزاره‌ها را شکنجه و اعدام کردند»، ۱۵ سپتامبر ۲۰۲۲. اینجا در دسترس است.

شورای امنیت سازمان ملل متحد، سی‌وسومین گزارش تیم حمایت تحلیلی و نظارت بر تحریم‌ها، ۲۹ جنوری ۲۰۲۴. اینجا در دسترس است.

علی‌یاور عادلی، «یک جامعه آماج حمله: ناکامی حکومت‌های مختلف در تأمین امنیت غرب کابل و باشندگان هزاره‌ی آنجا»، شبکه‌ی تحلیل‌گران افغانستان، ۱۷ جنوری ۲۰۲۲. این گزارش به زبان انگلیسی اینجا در دسترس است.

فرشته عباسی، «جامعه‌ی هزاره‌ی افغانستان نیازمند حفاظت است»،‌ دیدبان حقوق بشر، اینجا در دسترس است.

واجد روحانی، «نسل‌کشی هزاره‌ها: مروری بر چرخش کشتار هزاره‌ها در دوران حاکمیت طالبان»، روزنامه اطلاعات روز، ۱۷ جوزای ۱۴۰۰. اینجا در دسترس است.

هفته‌نامه جاده ابریشیم، «خشم و خون: گزارشی از کشتار و حذف هزاره‌ها در هرات»، شماره ۲۰۴، ۲۳ میزان ۱۴۰۳، اینجا در دسترس است.

هفته‌نامه جاده ابریشم، «قلع‌وقمع: گزارشی از دور جدید نسل‌کشی هزاره‌ها در ارزگان»، شماره ۱۹۶، ۱۵ میزان ۱۴۰۲. اینجا در دسترس است.

یوناما، «گزارش پیرامون تاثر مواد منفجره تعبیه شده بالای افراد ملکی: ۱۵ آگوست ۲۰۲۱ تا ۳۰ می ۲۰۲۳». اینجا در دسترس است. 

یوناما، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان از جولای تا سپتامبر ۲۰۲۳».

یوناما، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان از اکتوبر تا دسامبر ۲۰۲۳».

یوناما، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان از جنوری تا مارچ ۲۰۲۴».

یوناما، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان از اپریل تا جون ۲۰۲۴».