پر رسنیو د بندیزونو دوام؛ طالبانو په ننګرهار کې خبریالان له انځور اخیستلو منع کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې خبریالانو ته ویلي، چې د دوی له غونډو به انځورونه نه اخلي او نه به یې خپروي.

د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال د نوم نه ښودلو په شرط نن (یکشنبه، ۲۰ د لړم) وویل، چې دغه بندیز د ننګرهار لپاره د طالبانو والي ملا نعیم اخوند لګولی دی.

سرچینه زیاتوي، والي له خبریالانو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې له دې وروسته دې هغه غونډې چې د دغه ولایت په مقام کې ترسره کېږي، د غونډو د انځور پر ځای دې د ولایت مقام له ودانۍ انځور واخلي او خپور دې کړي.

سرچینه زیاتوي: «تېره ورځ په ولایت مقام کې والي له قومي مشرانو، دیني عالمانو سره ناسته درلوده خبریالان هم دعوت شوي وو، خو کله چې مونږ له ناستې انځورونه او ویډیو ثبتوله والي پر مونږ غږ وکړ چې د غونډې انځور مه اخلئ او خپلو ساتوونکو ته یې وویل، چې خبریالان له غونډې وباسي.»

سرچینه زیاتوي چې له دې بندیز وروسته ځینو خبریالانو د طالبانو غونډ ته د نه ورتګ فیصله کړی او ویلي یې دي، که رسنۍ او خبریالان د طالبانو لپاره ارزښت نه لري، نو دوی هم نه غواړي خپل ارزښت کم کړي.

ننګرهار کې یو بل خبریال هم د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي د غونډو په انځور اخیستلو بندیز لګولی دی.

یادې سرچینې زیاته کړه، چې د هیواد د نورو ولایتونو په څېر ننګرهار کې هم پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي، چې له کبله یې خبریالان له خپل مسلک زړه توري شوي دي.

د سرچینې په وینا تېره اوونۍ چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ننګرهار او لغمان ولایتونو ته سفرونه درلود او له خبریالانو غوښتل شوي وو، چې د غونډې عکسونه دې نه اخلي او فقط لیکلی راپور دې د خپلې رسنۍ لپاره جوړ کړي.

سرچینه زیاتوي: «پر خبریالانو بندیزونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي او د کار ساحه یې راتنګیږي او دې حالت خبریالان ډیر زیات اندېښمن کړي او ځینو یې لا سر اوسه د نورو بدیلو لارو چارو غور کړی ځکه که پر رسنیو بندیزونه همداسې دوام ولري نو خبریالان مجبور دي یو بل کسب ته مخه کړي.»

سرچینې له طالبانو غواړي چې پر خبریالانو او رسنیو دې د بندیزونو پر ځای دوی ته په کاري ساحه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا یوازې ننګرهار نه دی چې خبریالان د طالبانو له لوري له انځور اخیستلو منع شوي، بلکې د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر ثبت او خپرواي بندیز لګولی دی.

بلخوا د افغانستان خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د تېرې یوې نیمې اوونۍ پرمهال خوست کې د لونګ، غرښت او د ژمن په نامه درې سیمه ییز راډیوګانې د خپرونو په بګراونډ کې د موزیک له کبله تړلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه