د جانیخېلو-څمکنیو سړک؛ هغه مهمه لار چې له دوه ځله عملي کار او له بې شمېره ژمنو سره هم کچه پاتې

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت د څمکنیو او جانیخېلو ولسوالیو اوسیدونکي له شهرنو – جانیخېلو ولسوالي پورې غځېدلي سړک ځایي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دغه لاره له څمکنیو ولسوالي څخه تر  جانیخېلو ولسوالي پورې شاوخوا ۲۱ کیلو مټره اوږدوالی لري، په همدې لویه لاره تلونکي خلک وايي، له څمکنیو ولسوالي څخه جانیخېلو ته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي. 

د جانخېلو ولسوالي د چیلم سیمې اوسېدونکی حضرت محمد چې په دغه سړک د سورلۍ موټر چلوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د شهرنو – جانیخېلو ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابېدو له امله یې موټر هره ورځ خرابي پیدا کوي او هم د یو ساعت مزل په درې ساعتونو کې طی کوي. 

حضرت محمد موټر چلوونکی: « په دې لاره د څمکینو او چانیخېلو ګڼ خلک تګ راتګ کوي، د ورځې روباندې سلګونه موټر ځي او راځي، په دې لاره د خلکو د زیات بیرو بار ترڅنګ د سیمې خلک هم د خاورو او دوړو له امله له ستونزو سره مخ وي، مونږ چې له جانیخېلو څمکنیو ته راځو، یو ځل خو هتما خپل موټر مستري ته بیایو، نوي موټر واخلو، په میاشت کې یو لک افغانۍ قیمت را کموي، مونږ له حکومت څخه دا غوښتنه کوو، چې دا سړک راته پوخ کړي.»

دغه لاره له څمکنیو ولسوالي څخه تر  جانیخېلو ولسوالي پورې شاوخوا ۲۱ کیلو مټره اوږدوالی لري.

د څمکنیو ولسوالي اوسیدونکی امام الدین بیا وايي، دغه لاره دومره خرابه ده، چې ډیری وخت خپل ناروغان هم تر روغتونه نشي رسولی. 

نوموړی زیاتوي، چې له څمکنیو څخه تر جانیخېلو  ولسوالي پورې د غځېدلي سړک سروې پخوا شوې او که جوړ شي، نه یوازې دا چې د خلکو شته ستونزې به ورسره هوارې شي، بلکې د سیمې د اوسیدونکو په اقتصادي وضعیت به هم مثبت اغېز وکړي. 

امام الدین وايي: « دا سړک دومره خرابه دی، چې مونږ کله ناروغان د څمکنیو مرکز شهرنو روغتون ته وړو، نو ډیر وخت په لاره کې ساه ورکوي او یا هم نور مشکلات ورته پېښیږي، بل په کاروبار یې هم منفي اغېز کړی، ځکه زمونږ د سیمې اوسیدونکي په کرنه بوخت دي، دوی چې کله بازار ته سبزي وړي، د ګټې پر ځای پکې تاوان کوي او په لاره کې ترې زیاته برخه خرابېږي، بل که حکومت وغواړي، خو دغه لاره په ټوله مانا د پخېدو لپاره چمتو ده او زیات مصارف هم نه ورباندې راځي.»

د څمکنیو ولسوالي یو بل اوسېدونکي حبیب الله څمکني اطلاعات روز ته وویل، چې د وخت چارواکو ورسره ځو ځله د همدې سړک د پخېدو ژمنې کړې او هم یې دوه ځله عملي چارې  پیل شوې، خو د اړونده مسولینو او وکیلانو د فساد له امله لاهم د دوی سړک پوخ نه شو.

نوموړی زیاتوي، چې دوی ته د سړک پخېدو ژمنې د ټاکنو پر مهال ورکول کیږي او وروسته تر ټاکنو بیا څوک د خلکو پوښتنه هم نکوي. 

حبیب الله وویل: « که د چارواکو او وکیلانو غداري او فساد نه وای، نو پخوا به مونږ له پاخه سړک څخه برخمن و، د وخت والیانو هم راسره څو ځله ژمنې کړې، وکیلان هم د ټاکنو په وخت دلته راغلي او د سړک د جوړیدو ټټر یې وهلی، خو نه مو سړک ولیده او نه هم د دوی د کړیو ژمنو عملي بڼه، بله دا چې د څمکنیو – جانیخېلو سړک دوه ځله د پخېدو چارې هم پیل شوې، خو د مسولینو د خپل منځي معملې له امله سړک پوخ نشو.»

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دوی ته د سړک پخېدو ژمنې د ټاکنو پر مهال ورکول کیږي او وروسته تر ټاکنو بیا څوک د خلکو پوښتنه هم نه کوي. 

څمکنی له ولایتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د څمکنیو – جانیخېلو سړک دې د نوي کال په پلان کې ونیسي، تر څو را روان کال پرې له خنډ او ځنډ پرته ورباندې کار پیل شي. 

نوموړی ګواښ کوي، که یې دا ځل غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي او پر سړک یې عملي کار پیل نشي، په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي. 

یو ځل بیا حبیب الله څمکنی: « مونږ له والي صیب حلیم فدايي او په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیلانو څخه غواړو، چې دا ځل له تشو ژمنو تېر او د نوي کال په پلان کې یې باید ونیسي، که دا ځل سړک پوخ نشو، چارواکي به په لوی لاس د ولس او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته کړي.  دا که حکومت له مونږ سره توپیري چلند ته دوام ورکوي، نو مونږ هم بیا مجبور یو، چې په لاریونونو او نورو مدني حرکتونو لاس پورې کړو، چې بیا به یې مسوول همدا چارواکي وي.»

قومي مشر او د جانیخېلو ولسوالي اوسېدونکی حاجي بغداد وویل، د دغه سړک جوړیدل یې د ژوند له یو ارمان څخه دی، نوموړی  په دې خوښ دی، چې د سړک د پخېدو منظوري یې شوې، خو وايي، که دا ځل پر د پخېدو عملي کار پیل نشي او د فساد مخه یې ونه نیول شي، د تېر په څېر به یو ځل بیا ولایتي چارواکي د سیمې خلک او مشران تېر باسي. 

قومي مشر بغداد داسې وايي: « مونږ سره دا ځل د دغه سړک د پخېدو کلکه ژمنه شوې او مونږ هم ورته هیله مند یو، چې له دې ورسته به په پاخه سړک تاګ راتګ کوو او د دوړو او خاور څخه به خلاصیږو، دا سړک چې پوخ شي، زمونږ به هم ورسره ټولې ستونزې هوارې شي او بل دا زما لوی ارمان دی، چې زما د کور ماشومان په پاخه سړک ښوونځیو ته لاړ شي او له ناروغیو په آمن کې شي.»

د څمکنیو ځايي چارواکي هم د سړک پخېدل د ځايي خلکو د ژوند مهمه اړتیا بولي او وايي، د دې سړک له پخېدو سره سم به د سیمې د اوسېدونکو مشکلات حل او هم به ورسره امنیتي ستونزې راکمې شي. 

د څمکنیو ولسوال عبدالرحمان زرمتي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د سړک او په سیمه کې د خلکو نورې ستونزې د پکتیا له والي سره شریکې کړې او هغه هم ورته د سړک په اړه مثبت ځواب ویلی دی. 

عبدالرحمان زرمتی وايي: «ما دوه اونۍ وړاندې له والي صیب سره ناسته در لوده او د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ مې د څمکنیو – جانیخېلو سړک موضوع هم ور یاده کړه او هغه راته په ځواب کې وویل، چې د جانیخېلو سړک منظور شوی او کار به ورباندې پیل شي، هغه وویل، په رښتیا هم د خلکو ستونزې ډېرې دي او باید چې د حل لاره ورته پیدا شي.»

بلخوا د پکتیا والي پر سړکونو د کار نه پیل لامل د بودجې ځنډ بولي، خو په وینا یې چې راتلونکي کال کې به د جانیخېلو په ګډون د ځینو نورو سړکونو د پخېدو چارې هم پیل شي. حلیم فدايي وايي، د ځینو سړکونو سروې او ډیزاین بشپړ شوی او پر پاتې نورو یې کار روان دی. 

ښاغلي فدایي زیاته کړه: «مونږ د مرکز ګردیز په شمول د نهو ولسوالیو د هغو سړکونو پخېدو پلان لرو، چې د هغوی سروې او ډیزاین شوی، چې په دې کې د څمکنیو – جانیخېلو سړک هم راځي، غوښتل مو په دغه روان کال کې ورباندې د پخېدو عملي کار پیل کړو، خو د بودیجې د ځنډ له امله دغه کار وځنډېده او انشاالله چې راتلونکي کال کې به په دغو سړکونو د پخېدو عملي چارې بشپړې شي.»

پکتیا کې د ځینو پرژو د چارو پر وړاندې د وسله والو طالبانو مخالفت هم د دې لامل شوی، چې په دې ولایت کې د ګڼو رغنیزو پروژو کارونه له خڼد او ځنډ سره مخ شي، دا چې وسله وال طالبان به د څمکنیو- جانیخېلو سړک پخېدو ته اجازه ورکړي او کنه، په دې اړه یادې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.