اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې تر یوه کال د زیات وخت له تېرېدو سره-سره لا هم د هرات د زلزلهځپلو ۲۵ زره کورنۍ مناسبه سرپناه نه لري.
دې ادارې نن (چهارشنبه، ۳۰ د لړم) په یوه راپور کې ویلي چې د ژمي په نږدې کېدو سره د دې کورنیو راتلونکی تیاره ښکاري.
اوچا زیاته کړې چې که څه هم بشرپالې ټولنه زلزلهځپلو ته د حیاتي مرستو د رسولو لپاره ژر بسیج شوه خو لا هم د پام وړ ستونزې شته.
دې ادارې ویلي چې د افغانستان بشردوستانه صندوق او د ملګرو ملتونو د بېړنیو حالاتو د مرکزي غبرګون صندوق د هرات له زلزلهځپلو سره ټولټال ۱۴.۷ میلیونه ډالر مرسته کړې.
اوچا ویلي، په دې مرستو سره د سختو ځپل شویو ټولنو لپاره خواړه، سرپناه، روغتیایي او تعلیمي خدمات وړاندې شوي او د زرګونو کورنیو په ژوند کې یې نسبي ثبات راوست، خو بیا هم د ژمي په رانږدې کېدو سره اساسي اړتیاوې پر خپل ځای دي.
د اوچا د راپور له مخې، ډېرې کورنۍ لا هم د زلزلې له اغېزو سره لاس او ګرېوان دي او هم له رواني او مادي ستونزو سره مخ دي.
د تېر لمریز کال د تلې پر ۱۵مه د هرات ولایت په لوېدیځ کې پرلهپسې زلزلې وشوې چې ۱۴۸۰ کسان یې مړه کړل او ۳۸۲ کلي یې ویجاړ کړل.
د دې زلزلو له امله ۲۷۵ زره کسان له بېړنیو حالاتو سره مخ شول او مرستو ته یې اړتیا درلوده او ځینې یې لا هم په مناسب وضعیت کې نه دي او لا هم بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.
د بشرپالې بودیجې کمښت
اوچا په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان د بشرپالو اړتیاوو او غبرګون برنامې تر اکتوبر میاشتې پورې یوازې ۹۶۱.۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او په غوښتل شوې ۳.۰۶ میلیارده ډالر بودیجه کې ۲.۰۹ میلیارده ډالر کسر شته.
د اوچا د راپور له مخې، د ۲.۰۹ بودجې په کمښت کې هغه ۱.۰۹ کسر هم شامل دی چې د روغتیایي خدماتو، تغذیې، حفظ الصحې او سرپناه له برخو په عاجله توګه قطع شوی دی.
اوچا ویلي: «دا کمښت د دې لامل شوی چې ۳.۷ میلیونه کسان له لومړنیو او ثانوي روغتیایي خدماتو څخه بېبرخې شي، په داسې حال کې چې په سلګونو زره ماشومان او میندوارې ښځې له ضروري تغذیهیي مرستو بېبرخې پاتې دي. د بیړنیو سرپناوو او حفظ الصحې سرچینې هم نشته او په زرګونه سیلاب او زلزلهځپلي د میشتیدنې په برخه کې له اوږدمهالو حل لارو پرته پرېښوول شوي. د خوړو مرستې هم کمې شوي او ټولې ولسوالۍ له حیاتي ملاتړ څخه بېبرخې شوې او په دې سره د خوارځواکۍ خطر زیات شوی.»
په راپور کې راغلي چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل او ناڅاپي سیلابونه د بشري اړتیاوو د زیاتوالی لامل شوي دي. د طالبانو دستورونه هم بشرپالي عملیات له خنډ سره مخ کړي او ښايي د ۲۰۲۵م کال لپاره د بشرپالو فعالیتونو پر پایلو اغېز وکړي.
اوچا له مرستهکوونکو غوښتي چې د بشرپالو عملیاتو د دوام او ډېرو اړتیا لرونکو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره پر وخت او منسجمې بودیجې برابرولو ته ادامه ورکړي.
د ماینونو او چاودېدونکو موادو خطرات
اوچا په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر له ماینونو او چاودېدونکو موادو څخه اغېزمن دی.
دا اداره وايي چې شاوخوا ۳.۲ میلیونه کسان ماینونو او چاودېدونکو موادو یو کیلومترۍ ته نږدې ژوند کوي او اټکل کېږي چې یو زر او ۲۰۹ کیلومتره ځمکه د ماینونو او چاودېدونکو موادو له امله ککړه ده.
اوچا ویلي چې د ماینونو او چاودېدونکو موادو ۸۶ سلنه قربانیان ماشومان دي او د چاودنو خطر ۲۷۱ سیمو ته رسېږي.
د اوچا د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو ادارې او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو موادو د پاکولو عملیات پر مخ وړي خو د بودیجې له شدید کمښت سره مخ دي.
اوچا ویلي چې د ۲۰۲۴م کال لپاره د ماین پاکولو د بشري اقداماتو برنامې د اړینې بودیجې یوازې ۴۰ سلنه ترلاسه کړې چې د ځینو ادارو د ماین پاکولو فعالیتونه یې درولي دي.
دې اداره د دې برخې لپاره د بودیجې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ماینونو پر پاکولو پانګونه یوازې د چاودېدونکو موادو د پاکولو لپاره نه ده، بلکې د افغانستان د ټولنو لپاره د خوندي او هوسا راتلونکي د برابرولو، د سختیو پر وړاندې د امید او مقاومت د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه ده.