اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په دغه ولایت کې هم د خپلو رسمي ناستو پرمهال پر انځور اخېستو بندیز لګولی دی.
یوې باوري سرچینې چې نه غواړي هویت یې روښانه شي نن (پنجشنبه، ۱ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو دغه بندیز تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال لګولی دی.
سرچینه وايي، د کونړ لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د دغه ولایت ټولو طالب مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې تر دې وروسته دې د خپلو رسمي ناستو د انځورونو پرځای د خپلو اړوندو ادارو د ودانیو انځورونه خپروي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د نورو انځوریزو رسنیو ترڅنګ د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلوېزیون خبریالانو ته هم د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د سرچینې په خبره، قدرت الله ابو حمزه دا بندیز د طالب ډلې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون د پلي کولو په موخه لګولی دی.
د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع بللي او ویلي یې دي، چې دا چاره به په تدریجي ډول په بشپړ ډول پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په ننګرهار، لغمان، پکتیا، کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې د خپلو رسمي ناستو پر انځور اخېستو بندیز لګولی دی.