عصري زده کړو سره د ځوانانو د لیوالتیا کموالی؛ طالبانو پر خصوصي تعلیمي او تحصیلي سکتور مالیه کمه کړه

اطلاعات روز: د طالبانو مالیې وزارت د دغې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته د خصوصي تعليمي او تحصیلي سکتور د مالیې د کمولو په تړاو وړاندیز کړی او ویلي یې دي، چې په هیواد کې د عصري زده کړو سره د ځوانانو لیوالتیا کمه او زیاتره ځوانانو مدرسو ته مخه کړې.

د دغه وړاندیز یوه کاپي چې اطلاعات روز ته رسیدلې د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخند پکې ویلي، چې عصري زده کړو سره د ځوانانو د لیوالتیا کموالی د دې لامل شوی چې تعلیمي او تحصیلي سکتور خپل فیسونه راښکته او د ۴ سلنه «انتفاعی» مالیې ورکړه ورته ستونزمنه شي.

ناصر اخند عصري زده کړې د هېواد د پرمختګ لپاره بنسټیزې بللي، خو زیاته کړې یې ده «دا چې د عصري تعلیم شوق په ځوانانو کې کم شوی او اکثرو ځوانانو لله الحمد د شرعي تعلیم او مدارسو خواته مخه کړې ده، همداسې د تعلیمي او تحصیلي سکتور فیسونه هم کم شوي دي، نو ځکه د دې سکتور لپاره د ۴ سلنه انتفاعی مالیې ستونزمنه شوې ده».

نوموړي د یاد سکتور د پرلپسې غوښتنو پر اساس هبت الله اخوندزاده د ۴ سلنې څخه دوه سلنې ته د مالیې د کمولو وړاندیز کړی، چې هغه هم منظور کړی او د اجرا حکم یې ورکړی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز، فقر، بېکاري او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د ښوونځیو په پرتله د مدرسو شمیر زیات او ځوانان هم د دې لپاره چې د طالبانو په ادارو کې پر کار وګمارل شي مدرسو ته مخه کړې.