د ټلویزون نړیواله ورځ؛ د وروستي یوه کال پر مهال په افغانستان کې ۱۲ ټلویزوني شبکې تړل شوې دي

Photo: AFJC

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په تېر یو کال کې لږ تر لږه د ۱۲ ټلویزیوني شبکو فعالیت د طالبانو د مستقیمې لارښوونې او یا د دې ډلې له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله بند شوی دی.

دې مرکز نن (پنجشنبه،۱ د لیندۍ) په یوې اعلامیه کې چې د «د ټلویزیون د نړیوالې ورځې» په مناسبت خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د ټلویزیوني شبکو پر فعالیت محدودیتونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې له ۲۱ هغو لارښوونو څخه چې طالبانو د رسنیو په تړاو صادر کړي دي، اووه یې په ځانګړي ډول د ټلویزیوني شبکو پر کار متمرکز دي او یا یې د تصویري رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

دې مرکز زیاته کړې چې «په ملي ټلویزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، په ټلویزیوني ډرامو کې د ښځو د ګډون منع کول، د فلمونو او سریالونو پر خپرولو بندیز، ښځینه خبریالانو ته د ماسک کارولو امر، د عکس پر اخیستلو او تصویري مرکو بندیز (چې تر دې دمه په څلورو ولایتونو کې په رسمي ډول پلی شوی دی)، په افغانستان کې د نړیوالو ټلویزیوني خپرونو بندیدل، د ټلویزیوني بحثونو د ژوندۍ خپرونې بندیز او د طالبانو د حکومت له خوا له تایید شویو کارپوهانو پرته نورو کسانو ته په پروګرامونو کې د بلنې پر ورکولو بندیز» هغه لارښوونې دي چې ټلویزیونونو ته شوې دي.

دې مرکز ویلي چې په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د رسنیو پر وړاندې نور لګول شوي محدودیتونه هم د ټلویزونونو پر فعالیت اغېز کوي.

دې مرکز ویلي چې له هغو ۱۲ ټلویزیوني شبکو څخه چې په تېر یو کال کې د طالبانو په امر بندې شوې دي، یوازې یوه شبکه بېرته فعاله شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اعلامیې له مخې، په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي چې له ډلې یې اووه لا هم بندیان دي.

دې مرکز له طالبانو غوښتنه کړې چې د ټلویزیونونو په اړه پر صادرو شویو لارښوونو بیا کتنه وکړي.

دغه مرکز له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان د عامه رسنیو د قانون مطابق د رسنیو او په ځانګړي ډول د ټلویزونونو د فعالیت ملاتړ وکړي.

له کومه وخته چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي پر رسنیو او خبریالانو یې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په قانون کې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو پر خپرولو بندیز لګولی او د دې د عملي کېدو له امله په یو شمېر ولایتونو کې ځینې محلي ټلویزیوني شبکې مجبوره شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته