اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت درې اوسیدونکي چې غوښتل یې ایران ته پر قاچاقي ډول داخل شي د ایراني پولیسو له لوري پرې ډزې شوي، چې پرمهال یې یو ځوان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د لغمان یو اوسیدونکی زبیر احمد وایي، وژل شوی ځوان عبدالصبور نومیده چې په اصل د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و.
د نوموړي په خبره دوه نور ټپیان شویو کسانو کې یو یې د دولت شاه او بل یې د مرکز مهترلام اړوند «تېرګړیو» سیمې اوسیدونکي دي.
د نوموړي په خبره د وژل شوي ځوان جسد د تېرې پنجشنبې په ورځ له نیمروز څخع لغمان ته انتقال شوی دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، یاد کسان د بې روزګارۍ له کبله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو، چې د ایراني پولیسو له لوري لومړی شکنجه شوي چې پرمهال یې د عبدالصبور په نامه یو ځوان د شکنجو لاندې خپل ژوند بایللی او دوه نور په ټپي حالت کې نیمروز کې طالبانو ته سپارل شوي دي.
تر اوسه طالب چارواکو د دې افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د ایران او پاکستان ترمنځ ګلګان سرحدي سیمه کې د ایراني ځواکونو لخوا د لسګونو افغانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو، چې په کور دننه او بهر یې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
نړیوالو بنسټونو د ایران دا ګام غیرانساني، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو، د کډوالو له حقونو او د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ له روحیې سره په ټکر کې بولي.