اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږکال یې په افغانستان کې پر ۱۰.۵ میلیونو خلکو خوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي.
دغه سازمان نن (شنبه، ۱۰ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په دې مرستو سره ماشومان تغذیه، سیمه ییز اقتصاد تقویه او ټولنې پیاوړې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دغه مرستې یې د سویډن او جرمني په مالي ملاتړ کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې سږکال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه، خو د اوچا په وینا د دې بودیجې لږه برخه تامین شوې.
اوچا وایي، را روان ژمي کې افغان اړمنو ته د رسیدو لپاره څه باندې ۶۰۳.۵ میلیونه ډالري مرستې ته په عاجله توګه اړتیا لري.