انځور: اطلاعات روز

طالبانو په ننګرهار کې د موسیقۍ پر غږوونکو ډزې کړي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې طالبانو د یو واده په مراسمو کې د موسیقۍ پر غږوونکو ډزې کړې دي او پنځه کسان یې له ځان سره بېولي او زنداني کړي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تېره شپه (شنبه،۱۰د لېندۍ) د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ او شیرګړ قریو ترمنځ «چوې» سیمه کې د یو واده د مراسمو پرمهال طالبانو پر موسیقۍ غږونکو ډزې کړي، که څه هم ډزو کې څوک نه دي ژوبل شوي، خو تر ډزو وروسته د واده د کورنۍ او طالبانو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې چې بیا وروسته په اخ و ډب بدله شوې.

سرچینه زیاتوي، طالبانو د موسیقۍ غږولو په تور هغه میلمانه چې له نورو سیمو څخه د واده مراسمو ته د ګډون په موخه راغلي وو، له ځانه سره وړي او بیا یې بېرته نن سهار د قومي مشرانو په ضمانت راخوشې کړي دي.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې طالبان په څو رینجر موټرو کې راغلي وو او د موسیقۍ الات هم یې له ځان سره وړي.

ځايي خلګ شکایت کوي چې د طالبانو له بندیزونو په تنګ شوي او یوه خوله خندا هم ترې اخیستل شوې.

څو ورځې وړاندې طالبانو عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې که څوک د خوښیو په مراسمو کې موسیقي وغږوي او یا هوایي ډزې وکړي نو ځای به یې زندان وي او همدا راز به شل زره افغان جریمه کېږي.

دا په داسې حال کې چې له دې څو ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې هم دطالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو څو کسان د واده په مراسمو کې د موسیقۍ غږولو په تور بندیان کړي وو.