اطلاعات روز: د لغمان لپاره د طالبانو سیمهییز چارواکي وایې چې په دې ولایت کې د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د بارانونو، سېلابونو او زلزلو په ګډون بېلابېلو طبیعي پېښو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي سرپرست رییس انجینر عبیدالله الکوزي د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر رسنۍ ته نن (یک شنبه،۱۱د لېندۍ) ويلي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د روان کال پر مهال د طبیعي پېښو له امله ۱۹ وګړي مړه شوي، ۳۰ کسان ټپیان او همدا راز اته زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د یادو طبعیي پېښو له امله ۲ زره او ۱۵۲ استوګنې کورونه هم تخریب او له منځه تللي دي.
د هغه په خبره له طبعیي پېښو د زیانمن شويو کورنیو له ډلې د مرستندویه موسساتو په مرسته له اووه زره او ۹۷۲ کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
په همدې حال کې هغه کورنۍ چې طبعیي پېښو ځپلي وایې چې د زیانمنو شویو په نامه تر سره شوې مرستې دوی ته نه دي رسیدلي او دا مرستې طالبانو پر خپلو خپلوانو ویشلې دي.
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی فقیر محمد چې سږکال یې د کورنۍ دوه غړي د سېلابونو پرمهال له لاسه ورکړي وایې، هغه پیسې چې طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته په پام کې نیول شوي وې په سمه توګه اړمنو کسانو ته نه ورورسېږي.
افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو شاهد و.
بلخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون منفي اغېزې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوې او افغانستان یې له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمنېدونکی دی او د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی.
همدا راز د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې هم نن په یوه خبري کانفرانس کې د اقليمي بدلونو له امله اوښتي زیانونه اعلان کړي او همدا راز یې غوښتنه کړې چې له دې امله د اوښتونو زیانونو په برخه کې باید ورسره ۲۰.۶ میلیارد ډالره مرسته وشي.