د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې کان کیندونکي محلي طالب قومندانان او ځایي مسوولان پر باج اخیستو تورنوي.
خوږیاڼي، شیرزاد، اچین، سپین غر، ګوشته، کامه او د ننګرهار په یو شمیر نورو ولسوالۍ کې دا مهال د ګچو، شوکاڼي، لیتیم او نورو قیمتي ډبرو کانونه کورنیو او ځینو بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.
د یو قراردادي شرکت مسول انجینر ایاز خان وایي، د خوږیاڼو اړوند «ټاټنګ» سیمه کې یې د ګچو کان په قرارداد نیولی، خو ځایي طالب چارواکي ترې د کان کیندلو په بدل کې باج غواړي، چې دا چاره دوی ته نه یوازې په لوړه بیه بلکې په زیان تمامېږي.
نوموړی ادعا کوي، چې په یاده سیمه کې ترې هره میاشت د خوږیاڼو لپاره د طالبانو امنیې قومندان، ولسوال او د استخباراتو امر او نور طالب نظامیان په یوه او بله بهانه تر دوه سوه زرو ډیرې افغانۍ د باج په نامه اخلي.
انجینر ایاز خان زیاتوي: «مونږ د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټاټنګ سیمه کې دوه کاله کېږي چې، د ګچو کانونه درېیو داخلي شرکتونو په قرارداد نیولي او استخراج یې هم په مسلکي ډول ترسره کیږي، خو اوس په دې قرارداد پښیمانه یو ځکه هره میاشت له مونږ څخه ولسوال، قومندان، د استخباراتو مسول او نور طالبان تر دوه لکه افغانیو باج اخلي او دا یې راباندې قلنګ ایښی دی، که باج نه ورکوو د کار پر وړاندې مو خنډونه جوړوي او که یې ورکوو، نو بیا مونږ ته په زیان تمامیږي او په هغه اندازه ګټه مونږ نشو ترلاسه کولای څه ډول چې لازمه ده، زمونږ غوښتنه له طالب مشرانو دا ده چې د دې کار مخنیوی دې وکړي.»
نوموړی دغه راز وایي، که طالب مشران د باج ګیرۍ مخنیوی ونه کړي، نو په راتلوونکي کې به هیڅ شرکت د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
د ګچو کان د استخراج د یو بل قراردادي شرکت مرستیال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي هم ورته ادعا کوي او طالبان په باج ګیرۍ تورنوي.
د نوموړي په وینا د طالبانو له لوري د شته باج اخیستنې له کبله د خپلو کارکوونکو لګښتونه نه شي پوره کولای او له همدې کبله دوی له ګڼ مالي زیان سره مخ دي.
هغه وویل: «د ګچو د کان په استخراج مو زیاته پانګونه کړې وسایل مو ورته پېرلي او دغه راز په هر کان کې لسګونه ځایي خلکو ته دکار زمینه برابره شوې، خو ستونزه مو دا ده چې دلته راڅخه مختلف طالب چارواکي نیم په نیمه برخه غواړي او بیا یې سوال او زاریو ورته هره میاشت لکونه افغانۍ له هر کان کیندونکي شرکت اخلي، دا له مونږ سره ظلم دی ځکه مونږ قرارداد کړی او په غلا خو کانونه نه استخراجوو نو غوښتنه کوو چې طالب دې له مونږ څخه د باج اخیستلو دا لړۍ ودروي او زیاتره قراردادي شرکتونه دومره ناهیلې شوي چې د قرارداد وخت یې پوره شي نو بیا به قرارداد ونه کړي.»
نوموړی له لوړ پوړو طالب چارواکو په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې د باج اخېستوونکو طالبانو مخنیوي ترڅنګ دې د کان کیندونکو شته ستونزو ته حل لاره برابره کړي.
په شیرزادو ولسوالۍ کې د یو استخراجي شرکت رییس عزت پاچا چې د شوکاڼي او مرمرو د استخراج قرارداد یې نیولی وایي، د ننګرهار په ټولو هغه ولسوالیو کې چې اوسمهال پکې کانونه په قانوني ډول استخراجیږي له شرکتونو یې طالبان په غیر قانوني ډول د مالیې، ټکس او په بېلابېلو بهانو باج اخلي.
د هغه په خبره د باج اخیستونکو په تړاو یې خپلې ستونزې او غوښتنې په څو ځلي د ننګرهار لپاره د طالبانو له والي، د کانونو رییس او نورو چارواکو سره شریکه کړي، چې نه یوازې یې مخنیوی نه دی شوی بلکې د باج اخیستلو دا لړۍ لاپسې چتکه شوې ده.
عزت پاچا زیاتوي: «د کانونو په برخه کې چې څومره شرکتونه فعالیت کوي له ټولو طالبان باج اخلي زمونږ د شرکتونو د وټساپ ګروپ دی، هره ورځ پکې د شرکتونو مسوولان د طالبانو له باج اخیستلو شکایت کوي، والي، قومندان، د کانونو رییس ته په څو ځلي ورغلي یو خو تراوسه یې زمونږ شته ستونزو ته د حل لار نه ده لټولې غوښتنه مو دا ده چې حکومت دې مونږ ته قراردادونه راکړي چې له همدې لارې د حکومت خزانې هم عواید جمع شي او هم خلکو ته کار پیدا شي نه دا چې شته کار پر خلکو بند شي او که چیرې د طالبانو باج اخیستل بند نه شي نو دا کار به ستونزې رامنځته کړي.»
هغه همدا راز غوښتنه کوي، چې حکومت دې د کانونو د استخراج د قراردادونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
بلخوا ننګرهار کې د کان کیندونکو اتحادیه هم مني، چې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د صدقې او زکات په نامه له کان کیندونکو شرکتونو د طالب مسوولانو له لوري پیسې اخیستل کېږي.
خو، د یادې اتحادې مسوولین د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي چې په دې اړه نور جزیات له رسنیو سره شریک کړي.
د اتحادېې یو غړي د نوم نه خپرولو په شرط وویل: «هو! په ننګرهار کې له کان کیندونکو په ځینو سیمو کې پېسې اخیستل کېږي او مونږ دا ستونزه له والي او نورو لوړ پوړو مسوولانو سره شریکه کړې، هیله مو شته چې دا ستونزه به حل شي او هم به کان کیدونکو شرکتونو ته نورې اسانتیاوې برابرې شي.»
موږ هڅه وکړه چې په ننګرهار کې له کان کیندونکو شرکتونو د طالبانو د باج اخیستلو په اړه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کانونو د رییس نظر هم لرو، خو د څلورو ورځو پرله پسې هڅو سره سره حاضر نشو چې د کان کیندونکو شکایتونو او نیوکې ته قناعت کوونکی ځواب ورکړي.
خو له دې وړادې یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د ننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې یې د لسګونه لویو او وړو کانونو د استخراج چارې پېل کړي چې قراردادونه یې له افغاني شرکتونو سره شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي و، هغه کانونه چې په قانوني ډول یې د استخراج چارې پیل شوي پکې د شوکاڼي، نفرایتو، ګچ، مرمرو لوی او واړه کانونه شامل دي، چې په زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوهان په اوسنیو شرایطو کې د حکومت له لوري د کانونو استخراج او کورنیو شرکتونو ته د قراردادونو د ورکړې هرکلی کوي، خو له اسختراج کوونکو شرکتونو یې باج اخیسته د اندېښنې وړ ګڼي.
د ننګرهار کانونو ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال د دغه ولایت په کامې، ګوشتې، خوږیاڼو، شینوارو، شیرزاد، اچین او نورو مختلفو ولسوالیو کې د بېروجو، کونزیټ، مرمرو، ګچو، لیتیم، مارګنیټ، نفرایټ او یو شمېر نورو ګران بیه ډبرو سلګونه کانونه موجود دي چې د زیاترو یې د استخراج چارې پېل شوي دي.
افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه هیواد ګڼل کېږي او باور دا دی که د هیواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو استخراج پېل او پرې پانګونه وشي نو هیواد به پر ځان بسیا شي.