اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلوالو په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قومندان «شاهد عمر» په ګډون درې کسه وژلي او دوه نور ټپیان کړي.
د سرچینې په وینا، دا پېښه نن (سې شنبه، ۱۳ د لیندۍ) غرمه مهال د شیګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې را منځته شوې.
سرچینه وايي، دا پېښه هغه مهال را منځته شوې چې د طالبانو یوه غړي د پاکستاني طالبانو د تحریک غړیو ته مېلمستیا کړې وه او د ډوډۍ پر مهال یې په ډزو ویشتلي دي.
خو په سیمه کې یوه بله سرچینه بیا وايي چې د (TTP) دا غړي د طالبانو د یوه پخواني غړي له لوري وژل شوي، چې اوس مهال یې د طالبانو په حکومت کې دنده نه درلوده.
د سرچینې په خبره؛ د پاکستاني طالبانو د تحریک پر غړیو بریدګر له سیمې تېښته کړې او طالبانو یې د نیولو هڅې پیل کړي.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو او د پاکستاني طالبانو تحریک د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې څلور ورځې وړاندې هم ناپېژانده وسلوالو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په «چوګام» سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قوماندان «ملنګ باچا» پر کور برید کړی و چې له امله یې د هغه دوه ساتوونکي ټپیان شوي وو.