افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طبي انسټیټونو د بندیدو راپورونو «په جدي توګه» اندېښمن کړي یو.
یوناما نن ماښام (چهارشنبه، ۱۴ قوس) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د دې راپور د تایید لپاره له رسمي لارو هڅې کوي خو تر اوسه پورې رسمي تایید نه دی ترلاسه شوی.»
په اعلامیه کې ویل شوي: «که دا لارښود عملي شي، نو د ښځو او نجونو د تعلیم او صحي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه نور محدودیتونه رامنځته کوي او د افغانستان د پراختیا او د هېواد د خلکو د هوساینې په برخ کې به زیانمنې پایلې ولري.»
یوناما ویلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو ژوند او د ټول هېواد پر خلکو باندې د دې پرېکړې منفي اغیزو ته په پام سره، له طالبانو غوښتنه کوي چې په دې اړه بیا غور وکړي.
د طبي انسټیټوټونو د مسوولینو له منځه سرچینو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.
د دې پرېکړي تر اعلان وروسته پرون یو شمېر ښځینه زده کوونکې یو لړ انسټیټوټونو ته ولاړې خو دروازې یې تړلې وې.
طالبانو تر دې وړاندې د ښځو او نجونو د متوسطې او لیسې دورو او پوهنتون پر زده کړو بندیز لګولی و.