اطلاعات روز: د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له لوري په طبي انسټیټوټونو کې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز «سخت ناهیلی کوونکی او غیر متوقع» ګڼلی او په دې اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
دې سازمان نن (پنجشنبه،۱۵ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د تېرو څو ورځو پر مهال یو ځل بیا د افغانستان ښځې د زده کړو په برخه کې د خپلو حقونو له خطر سره مخ وې.
د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو زده کړې ته په اشارې سره ویلي چې د دې نوي فرمان په تړاو چې ښځې له طبي زده کړو راګرزوي، خواشيني څرګندوي.
د اسلامي همکاریو د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: «داسې پرېکړه نه یوازې دا چې د افغان ښځو پر لومړنیو حقونو ګوزار دی، بلکې ښايي د افغانستان پر هغه روغتيايي سیسټم ویجاړوونکی اغېز ولري چې له لویو ننګونو سره مخ دی.»
د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي زیاته کړې چې «په کابل کې له اوسنیو چارواکو سره د متعهد او رغنده تعامل» له لارې هیلهمن دی چې زده کړو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي په برخه کې به د اسلامي همکاریو د سازمان له پرېکړهلیکونو او په اسلام کې د ښځو له حقونو سره سم مثبت اقدامات وشي.
دې سازمان ويلي چې په کابل کې له طالب چارواکو په ټینګار غواړي چې پر خپلو وروستیو اقداماتو بیا ځلې غور وکړي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت په طبي انسټیټوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
که څه هم پر دې بندیز دوې ورځې اوړي خو طالبانو لا هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.
طالبانو په خپل وروستي اقدام سره ښځې او نجونې په بشپړه توګه له زده کړو بې برخې کړې.
د طالبانو دې پرېکړي پراخ غبرګونونه راپارولي دي.