Photo: Screenshot from a video via NED

رینا اميري: د نجونو په وړاندې د طبي انسټیټوټونو تړل د جنسيتي سیسټماټیک ځور یوه بېلګه ده

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا استازې رینا اميري ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو په وړاندې د طبي انسټیټوټونو تړل د جنسيتي سیسټماټیک ځور بېلګه ده او د افغانستان د ټولو وګړو امنیت او نېکمرغي ګواښي.

اغلې اميري نن (جمعه، ۱۶ د لیندۍ) پر ایکس ليکلي چې دا سیاست پر ټولو میندو، هغو ماشومانو چې لا هم زېږېدلي نه دي او د افغانستان پر راتلونکې اغېز کوي.

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې د ښځینه ډاکټرانو مخنیوی او د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځو او نجونو د درملنې ممنوعیت غیر انساني او غیر منطقي کار دی.

دې ويلي چې طالبانو د تېرو درو کلونو پر مهال د افغانستان د خلګو غوښتنې او نړیوال فشارونه له پامه غورځولي او نور افراطي سیاستونه یې خپل کړي او له امله یې په تدريجي توګه د ښځو حقونه، په عمومي فضا کې یې ګډون او ملاتړو میکانیزمونو ته یې لاسرسی په تدريجي توګه حذف شوی دی.

اغلې امیري ويلي: «د طالبانو سیاستونه او پرلپسې فرمانونه ښيي چې هغوی د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته د درناوي هیڅ اراده نه لري.»

دې زیاته کړې: «دا بېلګې هغه استدلال نور هم غښتلی کوي چې بشري حقونو او د افغانانو ګډون ته له لومړیتوب ورکولو پرته تعامل په زیات احتمال سره نشي کولای چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي.»

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د طبي انسټیټوټونو د مسوولینو له منځه سرچینو منلې ده چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

دا پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې او غبرګونونه یې راپارولي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند یې د دې پرېکړې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.