اطلاعات روز: د هیواد له نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د هوا په سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی نادرخان چې دوه لوڼې یې په موسمي ناروغيو اخته او دا مهال د دغه ولایت په سیمه ییز روغتون کې بستر دي، وايي په ډېرو ستونزو سره يې خپل ناروغان د درملني په موخه تر روغتون پورې رسولي دي.
نادرخان زیاتوي: «سږکال زیاتره ماشومان په موسمي ناروغیو اخته شوي او په هر کور کې یو یا دوه کسان اخته دي، سینه بغل، توخی او نفس تنګي هغه ناروغۍ دي چې خلک پرې اخته دي، وچکالي ده او هوا یخه ده او دغه راز د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی نو ځکه خو دا ناروغۍ زیاته شوې.»
د نوموړي په وینا، په لرې پرتو سیمو کې جوړ شوي کلینیکونه د شته نفوس لپاره بسنه نه کوي، یا هم ځینې یې د هستوګنیزو سیمو څخه ډېر لېرې دي چې خلک ورته د لارو د خرابوالي له کبله په اساني ناروغان نه شي وروستلی.
شریف الله د دغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ بل اوسیدونکی دی چې، د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته یې خپل شپږ کلن زوی د درملنې په موخه راوړی.
نوموړی وایي، د هوا سړېدل او په سيمه کې روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی، اقتصادي ستونزې او د ماشومانو د روزنې په برخه کې کم پوهاوی د دې لامل شوی چې ماشوم یې پر سينه بغل ناروغۍ اخته شي.
شریف الله زیاتوي: «زوی مې سینه بغل شوی او شپه ورځ تر نا ارامه وي، خو دلته روغتون کې یې هم په سم ډول خدمات نه کېږي.»
دی وايي، هغه کسان چې ولايتي روغتونونو ته د خپلو ناروغانو د لېږد وس نه لري، په کلي کې يې ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړی له روغتیایي مسوولان غوښتنه کوي، چې خپل روغتیایي خدمات دې تر ښاري سیمو نه محدودوي او لېرې پرتو ولسوالیو ته دې هم پاملرنه زیاته کړي.
د ننګرهار په ګاونډ لغمان کې هم خلک د هوا په سړېدو سره د موسمي ناروغیو له زیاتیدو شکایت کوي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت الله وایي، د ژمي په رارسېدو سره دومره وس نه لري چې خپل ماشومان ګرم وساتي.
نوموړی زیاتوي په دغه ولایت کې نه یوازې ماشومان بلکې ښځې هم په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي چې اوسمهال د درملنې توان نه لري.
د هغه په خبره د روغتیایي مرکزونو کمښت او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د دوی د کورنۍ غړي پر بېلابېلو ناروغيو اخته شي.
دی وايي چې په نږدې ټوله ولسوالۍ کې دوه کوچني روغتيايي مرکزونه فعال دي، چې هغه هم په ښه کیفیت خدمات نه وړاندې کوي او د دوی ستونزو ته پکې په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.
بلخوا د طالبانو روغتيایي د طالبانو هم مني چې د هوا په سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف د موسمي ناروغيو د زیاتیدو لاملونه د هوا سړېدل، د کورنیو له لوري ماشومانو ته د واکسين نه کول، کډوالي او د کورنیو له خوا خپلو ماشومانو ته مناسب خواړه نه چمتو کول یادوي.
شریف زیاتوي: «مونږ په ټولو ولسوالیو کې خپل روغتیایي خدمات ګړندي کړي او دغه راز مو د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي، خو عموما د ژمي په موسم کې موسمي ناروغۍ زیاتیږي او په خاص ډول سینه بغل، زکام، توخی، نفس تنګي او نورې ناروغۍ زیاتیږي د مرستندویه موسېساتو په مرسته هڅه کې یو، چې په ځینو سیمو کې شته روغتیایي ستونزې حل کړو.»
د یادونې وړ ده چې روغتیايي خدمتونو ته د پام وړ نه لاسرسی او د هېوادوالو له لوري روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه د موسمي ناروغیو د پراخېدو لامل کېږي.