Photo: Qatar tribune

په افغانستان کې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي لپاره د امریکا او قطر ۵۰ میلیون ډالریز توافق‌لیک

اطلاعات روز: «زده کړې د ټولو لپاره» (اي ای ای) په نوم یوه قطري بنسټ په افغانستان کې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي د ملاتړ لپاره د امریکا له پرمختيايي ادارې سره د ۵۰ میلیون ډالریز توافق‌لیک د لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.

د قطر ټریبیون له راپور سره سم، دا توافق‌لیک د یکشنبې په ورځ د دوحې په مجمع کې لاسلیک شوی دی.

د دې مشارکت له مخې به «زده کړې د ټولو لپاره» بنسټ د قطر د پرمختيايي بنسټ (کیواف اف ډي) او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې په ملاتړ په افغانستان کې زده کړو ته تر ۱۰۰ زره د زیاتو ماشومانو پر لاسرسي او دوو زرو تحصيلي بورسونو مصرفوي.

له مالي تمویل سره-سره، د دې بنسټونو مشارکت د افغانستان د معارف سکتور د پیاوړتیا لپاره پر څېړنیزو همکاریو او له ذي‌نفعانو سره پر ستراتېژیک تعامل هم تمرکز کوي.

زده کړې د ټولو لپاره د بنسټ مشر محمد الکوبیسي ويلي: «زده کړې د ټولو لپاره بنسټ کې زموږ باور دادی چې زده کړه د فرصتونو او ژوند د بدلون کیلي ده. په دې مهم مشارکت کې له یو ایس آی ډي سره زموږ همکاري د هر چا لپاره پراخې او عادلانه زده کړې پر لور چې زموږ مشترکه موخه ده، یو مهم ګام دی.»

اوس مهال په افغانستان کې هلکان او تر شپږم ټولګي ټیټې نجونې د زده کړو حق لري. طالبانو تر شپږم ټولګي لوړې په میلیونونو نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منع کړې دي.